د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

Mpoya
Sun, Nov 08 2020 2:03 PM
DAB

اِنّا للّه وَ اِنّا اِلَیْهِ راجِعوُن

نن سهار پر اوو بجو او پنځه څلوېښت دقیقو ( ۷:۴۵) د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موتر بمي چاودنه وشوه چې له امله یې د دې بانک درې کارکوونکي هر یو د افغانستان بانک د ریاست دفتر د لوی آمریت د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش، د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت مرستیال احمدالله انس او د دوی د موتر چلوونکی امین الله رضایي په شهادت ورسېدل.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی او کارکوونکي پر ډېرو سختو ټکو د دې ترهګریزې پېښې د غندلو او محکومولو تر څنګ د خپلو همکارانو شهادت یوه لویه تشه بولي او له همدې امله خپله خواشیني، ډاډګیرنه او خواخوږي د شهیدانو له کورنیو، دوستانو او همکارانو سره شریکوي او د خدای (ج) له دربار څخه ورته د جمیل صبر او پوره زغم غوښتنه کوي.

د شهیدانو روح د ښاد او یاد دې تلپاتې وي!

په درنښت

د افغانستان بانک مشرتابه

د شهیدانو ژوند لیک

یما سیاوش

یما سیاوش د محمد داوود زوی چې د کاپیسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې زېږیدلی ؤ. نوموړي د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړې وي. له تېرې یوې لسیزې را په دېخوا یې له بېلابېلو رسنیو سره یېدنده تر سره کړې وه. سیاوش په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت د عامه اړیکو برخې د سلاکار په توګه دنده تر سره کوله.

احمدالله انس

احمدالله انس د رحمت الله چې د انجنیرۍ په څانګه کې لیسانس او اداره او سوداګرۍ کې یې ماستري درلود، له بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو سره یې دندې تر سره کړې دي او په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت د اجرائیو او پروتوکول برخې د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.

DAB

امین الله رضایي

امین الله رضایي د رحمت الله چې نوموړی په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د عبدالرحیم شهید له لیسې څخه فارغ شوی دی. نوموړي له ۱۳۹۳ لمریز کال را په دېخوا د افغانستان بانک د ترانسپورت په برخه کې د موټر چلوونکي په توګه دنده تر سره کوله.

DAB

 

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS