د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل

Mpoya
Wed, Jul 19 2023 2:36 PM
د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل

د ۱۴۴۵ د  محرم الحرام ۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل (Islamic Microfinance Institutions) د ودې په برخه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د بندیزونو لري کولو او د بانکي سکتور د وضعیت او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان اقتصاد یو څه د کرونا وبا له کبله او یو څه د افغانستان بانکوالۍ سکتور باندې د وضع شوو بندیزونو له امله زیانمن شوی وو خو له دې ټولو ننګونو سره سره هم د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی او په ټولیزه توګه بانکونو د پانګې تناسب کافي پیاوړی ساتلی دی. د افغانستان بانک د صعب الحصول پورونو د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو له لارې د بانکونو ملاتړ وکړ چې په پایله کې یې د بانکونو ګټه لوړه شوه. همدارنګه، په بانکونو کې د خلکو امانات بیرته زیات شول او سیالیت مثبت لوري ته حرکت وکړ.

همداراز، ښاغلي بدري وویل چې د افغانستان بانک د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د سکتور ودې ته کامله ژمنتیا لري او د اسلامي اصولو سره سم د اسلامي مالي تمویل کوچنیو تشبثاتو ته د جواز ورکولو، خدمتونو او نظارت لپاره یو جامع مقرراتي چوکاټ جوړ کړی دی. موږ چمتو یو چې د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو سره په دې برخه کې په ګده کار وکړو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې وویل چې د بیلابیلو اقتصادي ننګونو او ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په غوره توګه مدیریت شوی دی او د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د ستاینې وړ دي. آغلې اوتونبایوا په خپلو خبرو کې د افغانۍ ثبات ته په اشاره وویل چې د نړۍ د ډیری هیوادونو د پولي واحدونو په پرتله د افغانۍ ارزښت حیرانوونکی پرمختګ درلودلای دی او د نړۍ غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو څخه ګڼل کیږي. همدا راز، آغلې اوتونبایوا د بانکي سکتور او د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل سکتور د ودې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS