د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل

د ۱۴۴۵ د محرم الحرام ۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل (Islamic Microfinance Institutions) د ودې په برخه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د بندیزونو لري کولو او د بانکي سکتور د وضعیت او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د افغانستان اقتصاد یو څه د کرونا وبا له کبله او یو څه د افغانستان بانکوالۍ سکتور باندې د وضع شوو بندیزونو له امله زیانمن شوی وو خو له دې ټولو ننګونو سره سره هم د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی او په ټولیزه توګه بانکونو د پانګې تناسب کافي پیاوړی ساتلی دی. د افغانستان بانک د صعب الحصول پورونو د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو له لارې د بانکونو ملاتړ وکړ چې په پایله کې یې د بانکونو ګټه لوړه شوه. همدارنګه، په بانکونو کې د خلکو امانات بیرته زیات شول او سیالیت مثبت لوري ته حرکت وکړ.
همداراز، ښاغلي بدري وویل چې د افغانستان بانک د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د سکتور ودې ته کامله ژمنتیا لري او د اسلامي اصولو سره سم د اسلامي مالي تمویل کوچنیو تشبثاتو ته د جواز ورکولو، خدمتونو او نظارت لپاره یو جامع مقرراتي چوکاټ جوړ کړی دی. موږ چمتو یو چې د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو سره په دې برخه کې په ګده کار وکړو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې وویل چې د بیلابیلو اقتصادي ننګونو او ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په غوره توګه مدیریت شوی دی او د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د ستاینې وړ دي. آغلې اوتونبایوا په خپلو خبرو کې د افغانۍ ثبات ته په اشاره وویل چې د نړۍ د ډیری هیوادونو د پولي واحدونو په پرتله د افغانۍ ارزښت حیرانوونکی پرمختګ درلودلای دی او د نړۍ غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو څخه ګڼل کیږي. همدا راز، آغلې اوتونبایوا د بانکي سکتور او د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل سکتور د ودې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.