په هیواد کې معیاري بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د غونډې جوړېدل

Mpoya
Wed, May 15 2024 4:07 PM
په هیواد کې معیاري بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۵ ذوالقعدة الحرام ۶ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد اغا په مشرۍ معیاري، ارزانه، آسانه او با کیفیته بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ریاست د دفتر، بانکي څارنې، مالي خدمتونو د پراختیا، غیر بانکي مالي مؤسساتو د څارنې، اسلامي بانکوالۍ، خطرونو او اداینو سیستم آمریتونو، آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.

د دې غونډې په پيل کې د افغانستان بانک لومړي مرستيال وويل، باکيفيته مالي خدمتونو ته لاسرسى د هر وګړي حق دى او دا موږ پورې اړه لري چې په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختيا لپاره مناسب بنسټ برابر کړو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې په بانکونو کې د حساب پرانیستلو پروسه او شرایط باید ډېر اسانه شي، څو خلک د بانکي محصولاتو له ګټو برخمن شي.

ښاغلي نور احمد اغا د خپلو خبرو په بله برخه کې د نړیوالو لېږدونو په بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او سوداګرو او خلکو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو باندې ټینګار وکړ، نوموړي په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو برابره برېښنايي بانکوالي یوه اړتیا یاده کړه او دا چاره یې د نغدي راکړو ورکړو په کمولو کې د ارزښت وړ وبلله.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال اړوندو مسوولینو ته وویل، موږ باید په ټول هېواد کې د اې ټي اېم  او POS ماشینونو شمېر زیات کړو، څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک د مالي خدمتونو له عرضې څخه برخمن شي.

په دې غونډه کې د بانکونو د اوسني وضعیت، د ATM او POS ماشینونو د شمیر، د آمریتونو د کړنو د راپور او د ګډونوالو ترمنځ د وړاندیزونو او ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشو او اړوندو آمریتونو ته لازمې لارښونې وشوې.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسبې زمينې برابرې کړي، دا هڅې تر اوسه اغېزناکې تمامې شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په دې برخه کې نور عملي ګامونه هم پورته شي.

باید وویل شي، چې تر دې غونډې وروسته د نړيوال لېږدونو (ټي ټي) په اړه بله جلا ناسته هم له مسوولې کمېټې سره ترسره شوه او په ترڅ کې يې سوداګرو او درنو هېوادوالو ته د اسانتياو رامنځته کولو په موخه ګټور بحثونه تر سره شول.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS