په هیواد کې معیاري بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د غونډې جوړېدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۷
په هیواد کې معیاري بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا په موخه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۵ ذوالقعدة الحرام ۶ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد اغا په مشرۍ معیاري، ارزانه، آسانه او با کیفیته بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ریاست د دفتر، بانکي څارنې، مالي خدمتونو د پراختیا، غیر بانکي مالي مؤسساتو د څارنې، اسلامي بانکوالۍ، خطرونو او اداینو سیستم آمریتونو، آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.

د دې غونډې په پيل کې د افغانستان بانک لومړي مرستيال وويل، باکيفيته مالي خدمتونو ته لاسرسى د هر وګړي حق دى او دا موږ پورې اړه لري چې په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختيا لپاره مناسب بنسټ برابر کړو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې په بانکونو کې د حساب پرانیستلو پروسه او شرایط باید ډېر اسانه شي، څو خلک د بانکي محصولاتو له ګټو برخمن شي.

ښاغلي نور احمد اغا د خپلو خبرو په بله برخه کې د نړیوالو لېږدونو په بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او سوداګرو او خلکو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو باندې ټینګار وکړ، نوموړي په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو برابره برېښنايي بانکوالي یوه اړتیا یاده کړه او دا چاره یې د نغدي راکړو ورکړو په کمولو کې د ارزښت وړ وبلله.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال اړوندو مسوولینو ته وویل، موږ باید په ټول هېواد کې د اې ټي اېم  او POS ماشینونو شمېر زیات کړو، څو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک د مالي خدمتونو له عرضې څخه برخمن شي.

په دې غونډه کې د بانکونو د اوسني وضعیت، د ATM او POS ماشینونو د شمیر، د آمریتونو د کړنو د راپور او د ګډونوالو ترمنځ د وړاندیزونو او ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشو او اړوندو آمریتونو ته لازمې لارښونې وشوې.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه تل هڅه کړې چې هېوادوالو ته د مالي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسبې زمينې برابرې کړي، دا هڅې تر اوسه اغېزناکې تمامې شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې په دې برخه کې نور عملي ګامونه هم پورته شي.

باید وویل شي، چې تر دې غونډې وروسته د نړيوال لېږدونو (ټي ټي) په اړه بله جلا ناسته هم له مسوولې کمېټې سره ترسره شوه او په ترڅ کې يې سوداګرو او درنو هېوادوالو ته د اسانتياو رامنځته کولو په موخه ګټور بحثونه تر سره شول.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۵ ذوالحجةالحرام ۵ مه ـ د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د افغانستان بانک د خطرونو او قانون رعایتولو د مدیریت کمېټې غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۵:۳۶
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۵ هـ ش کال د ذوالحجې ۴ مه  - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ او د دې شورا د غړو په ګډون د افغانستان بانک په مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د یوناما د مشرې لیدنه

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د یوناما له مشرې آغلې روزا اوتونبایوا سره ولیدل او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې ور سره خبرې. . .

بېرته خبرونه ته