د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
Mon, Feb 02 2026 5:11 PM
د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت زره) افغانیو په ارزښت له بازار څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه دافغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې وسوځول. په دې بانکنوټونو کې د (۱۰، ۲۰، ۵۰، ،۵۰۰،۱۰۰) افغانیو انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند وویل چې دافغانستان بانک ژمن دی ترڅو د آسانه او ډاډمنو اقتصادي معاملاتو د ترسره کولو په موخه وخت په وخت له بازار څخه د افغانۍ زاړه او نامناسبه بانکنوټونه راټول او له اړوندو کړنلارو سره سم یې له منځه یوسي. هغه زیاته کړه چې د مندرسو بانکنوټونو په بدل کې بازار ته نوي بانکنوټونه تزریق کیږي ترڅو هېوادوال وکولای شي پرته له ځنډ او خنډ څخه خپلې ورځنۍ معاملې ترسره کړي. ښاغلي مُلا محمد آخند له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د افغانۍ د بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي ترڅو بانکنوټونه له ټاکلې مودې څخه مخکې زاړه نشي.

د یادونې وړ ده چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا مخصوصو بټیو ته لیږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS