د رڼاپوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
Sun, Dec 08 2019 3:26 PM
د رڼاپوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۷ مه– د افغانستان بانک له لوري د رڼا د پوهنتون محصلینو ته د دغه بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په اړه د پوهاوي لپاره یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ښوونیز ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز خبرې وکړې او د اقتصاد، مالي او بانکي چارو د برخې محصلینو ته د بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په اړه د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول یې له پوهنتونونو سره د افغانستان بانک د اکاډمیکو همکاریو یوه برخه وبلله چې د افغانستان بانک له لوري د محصلینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي بارز په خبره د افغانستان بانک پر خپلو بنسټیزو دندو سربېره د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او معلوماتو د شریکولو په برخه کې لازمو هڅو او همکاریو ته ژمن دی.

ورپسې د رڼا پوهنتون رئیس ښاغلي رحیم الله امین خبرې وکړې او یاد پوهنتون ته د افغانستان بانک داړوند پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګیې د دغه ډول ښوونیزو ورکشاپونو او د اطلاع رسونې په برخه کې د هېواد د مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک له لوري د معلوماتو د شریکولو په ارزښت او د دغه بانک د ټولیزو سیاستونوپه اړه محصلینو ته توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي د محصلینو لپاره د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د دوی د علمي کچې په لوړولو کې د ارزښت وړیاد کړل او هیله یې وښوده چې دا ډول نور ورکشاپونه به هم جوړ شي.

وروسته بیا د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي احمد جواد سداد په هېواد کې د پولي سیاست د تطبیق، په کور د ننه د بیو د ثبات د تامین او ساتنې او دغه راز د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د پیسو د وړاندې کولو په مدیریت، کنټرول او همدارنګه د مبادلې د نرخ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دې ښوونیز ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د مالي چارو د عمومي آمریت د داخلي څار مدیر ښاغلي حسیب الله بهنورد پر بانکونو او مالي موسسو د څارنې یو پریزنټیشن وړاندې کړ چې په بانکونو کې د درجه بندۍ په تړاو یې د پانګو د کفایت، دشتمنیو د کیفیت، د ګټې د مدیریت او سیالیت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او دوی ته د دې ښوونیزې دورې تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS