د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د راپور او پریکړې استماع

Mpoya
Mon, Jun 29 2020 7:43 PM
DAB

خبرپاڼه

نېټه: ۱۳۹۹ د چنګاښ ۹

موضوع: د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د راپور او پریکړې استماع

په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر په د افغانستان بانک کې د وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه د دې بانک د ځینو لوړ پوړو کارکوونکو د فساد د دوسیو په اړه د غونډې له غړو سره بحث او خبرې وکړې. په دې وروستیو کې د افغانستان بانک عالي شورا چې د مرکزي بانک د تصمیم نیولو تر ټولو ستره مرجع ده، په اوو دوسیو کې په فساد تورن څلور لوړ پوړي کارکوونکي، له دندې ګوښه او دوسیې یې د لا څېړنې په موخه د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږدوي. سربېره پر دې له قانون سره سم ۳ تنه کارکوونکو ته توصیې او ۱ تن کارکوونکي ته اخطاریه صادرې شوي.

د افغانستان بانک د قانون د دولسمې مادې پر بنسټ، د ۱۳۹۹/۴/۸ هجري لمریزې نېټې په غونډه کې چې د افغانستان بانک د اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر په مشرۍ د ګلخانې په ماڼۍ کې د افغانستان بانک د مرستیالانو د ګوښه کولو په تړاو د عالي شورا د پریکړې د استماع او د افغانستان بانک د پخواني لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د دفاعیې د استماع په موخه په ۱۱:۳۰ دقیقې، مخکې له غرمې جوړه شوې وه، په پیل کې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ټولو د ناظر د راپور مستندات چې مخکې یې د جلالتمآب ولسمشر حضور ته وړاندې شوي ؤ، ولوستل.

ورپسې ښاغلي پوهندوی محمد نعیم عظیمي د دوو نورو کلیدي موضوعګانو پر بنسټ د عالي شورا د پریکړې موضوع چې د افغانستان بانک د قانون د اتمې مادې د (۱) فقرې او د شلمې مادې (۳) فقرې او ۷ بند پر بنسټ د یوې دوسیې د اجزاوو په تړاو وه، د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر ته وړاندې کړه. وروسته له هغه ښاغلي دکتور شاه محمود محرابي هم د دویم مرستیال په ګډون د ځینو آمرینو د قانون ماتولو، کمزوره مدیریت او وظیفوي واکونو د ناسمې استفادې په تړاو د اداري فساد ځینې موضوعات د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر حضور ته وړاندې کړل.

د عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، ورپسې ښاغلي واحدالله نوشېر هغه بېلابېل موضوعات چې د افغانستان بانک د عالي شورا او د لوی ریاست د سرپرست لخوا وړاندې شوي ؤ، توضیح کړل.

په پای کې د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني څلور کلیدي موارد په لاندې ډول بیان کړل:

۱- " ولسمشر له قوانینو او مقرراتو سره سم د ادارو واکونو ته درناوی لري. د افغانستان بانک د مسؤلینو او عالي شورا واکونه د افغانستان بانک په قانون کې مشخص شوي دي.

۲- د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ولسمشر موقف د قانون د حمکونو ملاتړ دی، عدلي او قضايي چارې خپل استقلالیت لري او حکومت د دې قوې په اجرااتو کې لاسوهنه نه کوي.

۳- د ذمې برائت اصلي حال دی، د هرې ادعا لپاره د هېواد په عدلي او قضايي نظام کې قانوني واک لرونکي مراجعې شته چې په خپلواکه توګه رسیده ګي او اجراات کوي.

۴- د دې موضوع بعدي اړخونه د عدلي او قضايي ادارو په وروستیو اجرااتو او پریکړو پورې تړاو لري."

د پورته مطالبو له وړاندې کولو وروسته، د افغانستان دا.ا.ج. جلالتمآب ولسمشر د عالي شورا د غړو د وړاندیز پر بنسټ، د دویم مرستیال په اړه د ولسمشر ۲ بند شفاهي حکم په صراحت سره تلقي کړه چې د عالي مقام د تائید وړ وګرځیده او په ورته وخت کې د افغانستان بانک لومړی مرستیال هم له دندې ګوښه شو.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS