د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو د هوکړه لیک لاسلیکول

Mpoya
Thu, Mar 18 2021 1:52 PM
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو د هوکړه لیک لاسلیکول

د افغانستان بانک د اداینو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو او سمونونو د رامنځته کولو پر دوام دا ځل د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ د اداینو د سیستم د نښلولو په برخه کې د مالیې له محترم وزارت سره نن پنجشنبه د  ۱۳۹۹ کال کب ۲۸ مه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د اداینې د سیستم له لارې د دې اسانتیا په کارونې سره د دولت عواید د اسنادو له فزیکي طی مراحل پرته په بریښنایي توګه راټول او اجراء کیږي او ترڅنګ یې د ډاډ ترلاسه کولو په موخه پیغامونه او اجراء شوې معاملې په بریښنایي بڼه د مالیې وزارت سیستمونو ته استول کیږي.

د افغانستان بانک؛ دولت، مالي سکتور او درنو هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی او له همدې کبله یې تل هڅه کړې څو د نړیوالو منل شویو او غوره معیارونو پر بنسټ په هېواد کې بانکي خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان بانک دا ځل د اداینې د سیستمونو د عصري کولو د پروژې په پلې کولو سره په دې توانیدلی څو د کوچنیو اداینو په ګډون چې د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو،  POS ماشینونو، د موبایل له لارې اداینې او د بانکونو ترمنځ د لویو اداینو سیستم (ATS) له لارې د پیسو د ترلاسه کولو او لیږلو په موخه د اداینو د ورځنیو وسیلو په کارونې سره د خپلو دوو جلا سیستمونو له لارې د اداینې خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د ګمرکونو او عوایدو له سیستمونو سره د بانکونو ترمنځ اداینو د سیستم نښلول ډېری ګټې لري چې له ځینو یې په لاندې توګه یادونه کوو:

  • د محصولاتو د فیس او ګمرکي مالیې په ورکړه کې اسانتیا او د پام وړ روڼتیا
  • له ګمرکونو څخه د توکو د ترخیصو د بهیر چټکوالی
  • له جغرافیایي محدودیتونو پرته د عوایدو د راټولولو د بهیر چټکوالی
  • د پیسو ورکوونکو او دولتي تعرفو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیا
  • په افغانستان کې د فزیکي پیسو د ګردښت او د نغدو پیسو د خرابیدو مخنیوي او د عملیاتي لګښتونو کموالی
  • د غیر نغدي اقتصاد د فرهنګ په دودیدو کې اغیزناک رول
  • د فزیکي پیسو د لیږد رالیږد د خطرونو کموالی
  • د سوداګریزو بانکونو ودې ته زمینه برابرول
  • د خلکو ترمنځ د بانکوالۍ د فرهنګ پراختیا او د بانکي خدمتونو د محصولاتو او ګټو سره د هغوی بلدتیا

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS