د افغانستان بانک د سرپرست رئیس پیغام

Mpoya
Tue, Mar 28 2023 2:39 PM
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس پیغام

درنو هېوادوالو!

یو ځل بیا ډاډ درکوم چې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو او کورنیو بیو د ثبات لامل کېږي خپلې هلې ځلې جاري ساتو او همدارنګه د بانکي نظام د ټینګښت او په دې سکتور کې د سمونونو راوستلو او لا ښه والي لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړو.

له سیاسي بدلون وروسته د هغو محدودو بانکونو سره چې تر فشار لاندې دي په ټول ځواک کار کوو  او پر هغوی به زمونږ څارنه د ملاتړ په ډول وي، تر څو بانکي نظام لا پیاوړی او د خدمتونو کچه پراخه او با کیفیته شي.

د عنعنوي بانکدارۍ نظام څخه اسلامي بانکدارۍ نظام ته اړول زمونږ د کاري لومړیتوبونو څخه دي، په دې برخه کې لومړني ګامونه پورته شوي، د مالی، بشري او سیستمونو ظرفیت ته په کتلو سره به یې قدم په قدم څارنه وکړو.

همدارنګه د افغانستان بانک د بانکي اړیکو د پراختیا او پرمختګ په برخه کې د نړۍ له هېوادونو او ادارو سره د تعامل له مخې پر خپلې ژمنې ولاړ دی او د اړیکو د لا ښه والي لپاره چې د هېوادوالو د هوساینې، خصوصي سکتور او د اقتصادي ودې لامل کېږي، هڅې جاري وساتي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه پر خپلو نړیوالو ژمنو ولاړ دی، مونږ د پیسو وینځلو او د ډالرو د قاچاق پر وړاندې مبارزې ته جدي پاملرنه کوو او د امنیتي او قضايي ادارو په همکارۍ به دې مهمې مسئلې ته رسیدنه وکړو.

د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو تنظیمول زمونږ لپاره بله ستراتیژیکه مسئله ده او دې موضوع ته به په پوره جدیت سره ګډ کار ته دوام ورکړو.

د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ بېرته عادي حالت ته راوړل او د قانون په رڼا کې د هغه کارولو لپاره له نړیوالو شریکانو سره خپلو تخنیکي بحثونو ته د مطلوبو پایلو تر ترلاسه کولو پورې دوام ورکوو.

د دې پروګرامونو د پلي کولو لپاره له الله جل جلاله څخه د عمل کولو د توفیق غوښتونکي یو.

 

په درنښت

الحاج هدایت الله بدری

د افغانستان بانک سرپرست رئیس

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS