د افغانستان بانک د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ساتلو او پرمختګ ته ژمن دی

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۱:۴۱
د افغانستان بانک د مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ساتلو او پرمختګ ته ژمن دی

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د هغه ګټور او ارزښتناک رول په پام کې نیولو سره چې مسلکي ظرفیتونه او تجربه لرونکي کارکوونکي یې په معاصرو چارو کې لري، په دې وروستیو کې د افغانستان بانک یو شمیر تجربه لرونکو کارکوونکو ته چې لوړې زده کړې او کافي کاري تجربه لري ارتقا ورکړې ده، ترڅو له دې لارې کاري اغېزناکتیا رامنځته شي او له بلې خوا نور همکاران د کار او زیار له لارې و هڅول شي او هیواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي.

ښاغلی محمد عباس سامح یو له دغو ځوانانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د بازار د عملیاتو د لوی آمر  په توګه ټاکل شوی چې په لاندې ډول یې درپېژنو:

ښاغلی محمد عباس سامح په ۱۳۸۶ ل کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی څخه د لیسانس سند تر لاسه او په ۱۳۹۱  لمریز کال کې یې د هندوستان هیواد له عثمانیه پوهنتون څخه د سوداګرۍ په برخه کې ماستري اخیستې ده.

ښاغلي سامح په ۱۳۸۸ل کال کې د افغانستان بانک کې دنده پیل کړې ده او نږدې لس کاله یې له بانکي چارو څخه د څارنې په لوی آمریت کې پر بېلابېلو بستونو دنده تر سره کړې ده، نوموړي په ۱۳۹۹ ل کال کې د  بازار د عملیاتو د مرستیال په توګه دنده پیل کړه او  له تېرو اتو میاشتو راپدېخوا د افغانستان بانک د بازار د عملیاتو د لوی آمریت د سرپرست په توګه دنده تر سره کړې ده.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د ښاغلي سامح مسلکي ظرفیت، کاري تجربې، لوړو زده کړو او کاري جدیت ته په پام سره نوموړی په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د بازار د عملياتو لوی آمر په توګه ګمارلی دی. د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نوموړي ته د لوی خدای ج له درباره په چارو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته