د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې ولس سره شریکې شوې

د ۱۴۴۵ کال د محرم الحرام ۲۳ مه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي ملت ته د حکومت حساب ورکونې په دریمه اونۍ کې د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د دې بانک د ۱۴۰۱ مالي کال مهمې لاسته راوړنې او کړنې له رسنیو سره او د هغوی له لارې د افغانستان شریف ولس سره شریکې کړې.
په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدری وویل چې د افغانستان بانک د روڼتیا او حساب ورکوَنې اصولو ته ژمن دی او خوښ یو چې نن د افغانستان بانک د تېر یو کال مهمې لاسته راوړنې او کړنې خپل ولس سره شریکوو. ښاغلي بدری زیاته کړه چې ۱۴۰۱ لمریز کال د افغانستان بانک لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وو. په دې کال کې د افغانستان بانک وکولای شول چې انفلاسیون کنترول او د اسعارو په مقابل کې په ښه توګه د افغانۍ ارزښت وساتي.
د دې رسنیز کنفرانس په دوام کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس څرګنده کړه چې په تير کال کې د افغانستان بانک د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ پراختيا، د غير بانکي مالي موسسو د فعاليتونو ميکانيزه کولو، د اداینیزو سيستمونو پراختيا، د پيسو وینځلو په وړاندې د مبارزې، د افغاني بانکنوټونو د چاپولو او د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد وویل چې د افغانستان بانک په تیر کال کې وکولای شول چې د انفلاسیون د مهارولو ترڅنګ د پولي زېرمې، په ګردښت کې د پیسو او نورو کمیّتي موخو په برخه کې خپل نور ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.
ښاغلي سداد زیاته کړه چې د وروستیو شمېرو له مخې د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۴.۴۵ سلنه لوړ شوی چې دا د پولي سیاستونو اغېزناک تطبیق په ګوته کوي. همداراز، هغه د انفلاسیون د کنترول او کمیدو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د انفلاسیون کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله راټیټه شوې چې له امله یې د خوراکي توکو بیې کمې او له دوامداره ثبات څخه برخمنې شوې دي.
د دې کنفرانس په بله برخه کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلي ډاکټر محمد یوسف سلیم د بانکوالۍ سکتور د ښه والي، د بانکي قوانینو او مقرراتو د بیاکتنې او د هیواد له اقتصادي شرایطو سره یې د برابرولو، د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو د څارنې او د اشخاصو او شرکتونو له حسابونو څخه د پیسو ایستلو د محدودیتونو د کمولو کولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ډاکټر سلیم د هغو ګټورو خبرو اترو یادونه وکړه چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې له نړیوالو شریکانو سره د بانکي اړیکو او د نړیوالو راکړو ورکړو د ښه والي په برخه کې ترسره شوي او په ورته وخت کې یې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ پراختیا یوه اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه چې د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان بانک په دې برخه کې اغېزمنې هڅې کړې دي، چې په دې تړاو کولای شو چې د صکوکو قانون د لومړۍ مسودې چمتو کولو، د کوچنیو پورونو لومړی بانک په اسلامي بانک بدلولو او د اسلامي بانکوالۍ محصولاتو لپاره د څو لارښودونو او کړنلارو د نهايي کولو یادونه وکړو.
په پای کې د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي موسسو لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په اړه خبرې وکړې. په غیربانکي مالي موسسو کې صرافۍ، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي، د الکترونیکي پیسو موسسې، د اجارې موسسې او د اداینو موسسې شاملې دي.
ښاغلي ناصرزي د دې سکتور د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه د یوې هر اړخیزې طرحې د جوړولو یادونه وکړه چې په ترڅ کې یې په تېر کال کې څه باندې ۹۷ د صرافیو شرکتونو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته جوازونه ورکول شوي او ۱۰۹ نمایندګو ته هم جوازونه صادر شوي دي. همدا ډول، د صرافیو او پولي خدماتو شرکتونو باندې د بندیزونو لیست الکترونیکي کول، د غیرقانوني صرافیو د فعالیتونو په نښه کولو او د مخنیوی کولو په موخه د اړوندو شعبو ترمنځ د یوې ګډې کمیټې رامنځته کول او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې لپاره د تنفیذي تدبیرونو جوړول په 1401 مالي کال کې د افغانستان بانک له نورو لاسته راوړنو څخه دي.