د افغانستان بانک سرپرست د میدان وردک او بامیان ولایتونو له څانګو لیدنه وکړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۴۵
د افغانستان بانک سرپرست د میدان وردک او بامیان ولایتونو له څانګو لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۷ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په میدان وردک  او بامیان ولایتونو کې د افغانستان بانک له څانګو لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د چارو ښه مدیریت، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، په چارو کې همغږي او د کارونو اغېزناکتیا ده.

په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د یادو نمایندګیو له کارکوونکو وغوښتل چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې په پوره مسئولیت، اخلاص او صداقت سره چارې تر سره کړي. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په ټولو برخو کې د درنو هېوادوالو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او په دې وسیله وکولای شي چې درانه هېوادوال مو مالي او بانکي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له دې وړاندې هم د هېواد مختلفو زونونو د دې بانک د نمایندګیو چارو د اروزنې په موخه سفرونه تر سره کړي دي او د اړوندو نمایندګیو مسئولینو ته یې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنې کړې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته