د افغانستان بانک سرپرست د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک له چارواکو سره د اسلامي بانکوالۍ او صکوکو په اړه خبرې وکړې

۱۴۰۰ د وري ۹ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د نړیوال بانک له چارواکو سره د آنلاین غونډې په ترڅ کې د اسلامي بانکوالۍ او صکوکو په برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي احمدي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د آمریت په چوکاټ کې ځانګړی بخش لري چې د صکوکو په برخه کې کار کوي. د نوموړي په خبره د یادې برخې کارکوونکو په دې وروستیو کې د استصناع، مشارکه او د صکوکو د اجارې په برخه کې کار کړی دی.
ښاغلي احمدي خپلې خبرې د نړیوال بانک له لوري د ظرفیت لوړونې، تخنیکي همکاریو او همدارنګه د اسلامي پانګو اچونو لپاره د لومړنیو او ثانوي بازارونو د رامنځته کولو برخه کې د همکاریو د پراختیا پر غوښتنې پای ته ورسولې.