د افغانستان بانک له خوا د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښودل شوه  

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۱:۳۷
د افغانستان بانک له خوا د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښودل شوه  

د افغانستان بانک له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د لمانځنې په ویاړ د بېلا بېلو پروګرامونو ترڅنګ د ګلونو یوه ګیډۍ چې د غازي امان الله خان تصویر پرې پوښل شوی وو،  د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د غازي امان الله خان په مزار کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان بانک د ختیځ زون آمر ښاغلي احمدزي توحید یار او همدا ډول د ننګرهار ولایت د افغانستان بانک اقتصادي کارپوه ښاغلي تاج محمد تمکین د خپلواکۍ د اهمیت او د غازي امان الله خان د کارنامو او بریاوو ترڅنګ وویل چې د افغانستان بانک له ټولو کارمندانو څخه مننه کوو چې سږکال یې د خپلواکۍ د جشن په لمانځنې کې له هیڅ ډول هڅې او هاندونو څخه دریغ نه دی کړی.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته