د افغانستان بانک نړیوالو اصولو پربنسټ پرمختیایي اصلاحاتو ته ژمن دی

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۵:۲۶
د افغانستان بانک نړیوالو اصولو پربنسټ پرمختیایي اصلاحاتو ته ژمن دی

د افغانستان بانک د چارو د ښه پرمختګ او روڼتیا رامنځته کولو لپاره د حاضرۍ الکترونیک (برېښنائي) سیستم په یو شمېر ولایتي نمایندګیو کې فعال کړی او ټولو نمایندګیو ته د دې سیستم د غځېدو لړۍ دوام لري.

د بشري سرچینو لوی آمریت اړوند د کارکوونکو د معلوماتو او سمبالښت مدیریت لخوا برېښنائي حاضري د مرکز سیمه یېز زون څخه پیل شوې چې تر اوسه د کاپیسا، پروان، پنجشیر او لوګر ولایتونو کې نصب شويدي او تر راتلونکو دوه اونیو پورې به د مرکزي زون اړونده څانګو کې بشپړ او په دوهم پړاو کې به د افغانستان بانک د شپږو زونونو اړوند نمایندګیو کې برېښنائی ډیوایسونه نصب شي.

باید وویل شي چې د برېښنائي حاضرۍ نصب کولای شي د مالي برخې له همکارانو سره مرسته وکړي چې پر وخت سره د حاضرۍ راپور تر لاسه کړي او د کارکوونکو د معاشونو په اجرا کې ځنډ رامنځته نه شي.

همدارنګه د دې پروسې ګټه دا ده چې کار کوونکي پر خپل وخت دندې ته حاضريږي او پر خپل وخت له خپلې دندې رخصتیږي. پدې سره د خپلسریو، له رسمي وخت څخه ناوړه ګټه اخیستنې او ناوخته دندې ته راتګ او د وختي تګ مخنیوی کېږي او درنو هیوادوالو ته پر وخت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته