د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۰:۲۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایه.

د مډال د ورکولو فرمان د افغانستان بانک ته رالیږل شوی دی چې متن یی لاندې ټکي رانغاړی:

د افغانستان بانک لوې رییس ښاغلي خلیل صدیق  په یاد بانک کې د ماموریت پرمهال اړوندې دندې په پوره رښتینولۍ او اغېزمنتیا تر سره کړي او د بانکي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې یې هلې څلې کړې چې کړنې یې د تقدیر وړګنل کیږي.

له همدې امله د هغه د غوره او قدر وړ خدمتونو او لاسته راوړنو د تقدیرولو په موخه، د اساسی قانون د (۶۴) مې مادې د (۱۹ مې) فقرې له حکم سره سم، نوموړی ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړه منظوروم.

د لوی خدای(ج) له درباره نوموړي ته د هيواد او هيوادوالو د خدمت په برخه کې دلا ډیرو بریاوو هیله کوم.

محمد اشرف غنی

د افغانستان د اسلامې جمهوریت رییس

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته