د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د کارکوونکو لپاره د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه ورکشاپ جوړ شو

د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي آمریت د بانکونو او د الکترونیکي پیسو د ادارو د ۱۵ تنه کارکوونکو لپاره د ۱۳۹۸ کال د غبرګولۍ میاشتې له ۲۰ نیټې تر ۲۲ نیټې پورې د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ (Financial Consumer Protection) درې ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
په دې ورکشاپ کې د مالي سکتور د مشتریانو له حقونو څخه د ملاتړ په اړه د نړیوالو سالمو اصولو، مفاهیمو، لارښوونو او تګلارو په اړه خبرې اترې وشوې او د دې ترڅنګ ګډون کوونکو ته د هغه لارښوود په اړه معلومات وړاندې شو چې د افغانستان بانک لخوا د مالي سکتور د مشتریانو د حقونو د ملاتړ او تامینولو لپاره جوړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د پروګرام په پای کې د ورکشاپ د ګډون کوونکو لپاره تصدیق لیکونه هم وویشل شو.