د بېلابېلو آمریتونو له چارو د آشنا پوهنتون د محصلینو علمي لیدنه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۴:۱۸
د بېلابېلو آمریتونو له چارو د آشنا پوهنتون د محصلینو علمي لیدنه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لېندۍ ۱۰ مه – د افغانستان بانک د روزنې په مرکز (تریننګ سنټر) کې د آشنا پوهنتون محصلینو ته د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو د فعالیتونو او دندو په اړه معلومات ورکړل شول.

د آشنا پوهنتون محصلین چې د افغانستان بانک ته د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو د دندو او مسئولیتونو د پېژندلو لپاره په یوه علمي لیدنهراغلي وو، ورته د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو د استازو له لوري د افغانستان بانک د دندو، موخو او ټولیزو سیاستونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

باید وویل شي چې د آشنا پوهنتون محصلینو د افغانستان بانک له اړوندو مسئولینو مننه وکړه چې له دوی سره یې په دې علمي لیدنه کې د دې بانک د دندو، موخو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.

د یاد پوهنتون محصلینو هیله وښوده چې په راتلونکې کې به هم د افغانستان بانک له لوري د محصلینو لپاره ورته علمي کتنې زیاتې شي.

پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خپلو اکاډمیکو همکاریو په لړ کې د بېلابېلو پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو محصلینو ته د دې بانک د دندو، موخو او ټولیزو سیاستونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته