د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: آشپز
آمریت: د عمومي خدمتونو آمريت
ګریډ: (۳) دریم
د پیل نېټه: د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۰۸
د پای نېټه: د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۲
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د کافي پوهې درلودل او د مناسبو او تازه لومړنیو موادو ټاکل؛
• له ټاکل شوو معیارونو سره سم، د ډول ډول خوړو پخول او چمتو کول؛
• په ښکلو او مناسبو لوښو کې د خوړو اچول؛
• د لومړنیو موادو د کیفیت او اندازې څارل او د روغتیایي لارښودونو په پام کې نیول؛
• د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو درلودل؛
• د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو راټولول او يو ځای کول او مستقیم مدیر ته یې لېږل؛
• هره ورځ له پخلي مخکې د اوومه خوراکي توکو کره چک او کنټرول؛
• په سمه، کیفیت لرونکي او خوندوره توګه د خوراکي توکو پخول؛
• د پخلي اړوند جامو، نظافت او پاکوالي په پام کې نیول او د پخلنځي د ټولو وسايلو او ځایونو پاکول؛
• د خوړو د هغه مینو پلي کول چې د اړوندو مسئولینو لخوا ورته سپارل کېږي؛
• د پخلنځي ټول توکي لکه ګازي منقلونه، نلونه، دیګونه، برقي سیستمونه او نور اړوند وسایل په کره توګه چک او کنټرولول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې کچه:
د بکلوریا او د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د فراغت سند او کاري تجربې درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
د ندې اړوند (1) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، د دندې د محرمیت ساتل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، په پخلي کې د توکو په سمه توګه کارولو باندې پوهیدل، د پخلي اړوند توکو له ځانګړنو سره آشنایي، د ډول ډول خوړو له پخولو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د ملکي کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل.
شخصي صفتونه او ارزتښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
نکات:
• غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.