د ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۲:۴۱
د ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

د افغانستان بانک د ختیځ زون آمر ښاغلي احمد زی توحید یار د زون له کارکوونکو څخه د جوړ شوي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت له ولایتي چارواکو او د هغه ولایت د ولایتي شوراګانو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د داخلي راکړو او ورکړو پر مهال یې د ملي پیسو په تبلیغ او دودیدو او د هغه د ژر زړیدو د مخنیوی په څرنګوالی بحث او خبرې اترې وکړې. دا غونډې چې د روان کال په ۲۹ او ۳۰ نېټو جوړې شوې وې، په پیل کې ښاغلي احمد زی توحید یار د افغانۍ د دودیدو د لړۍ او د هغه د ساتلو د طریقو په اړه خبرې وکړې او د ننګرهار ولایت له چارواکو یې وغوښتل څو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي چې په دې ملي پروسه کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

ورپسې د ننګرهار ولایت مرستیال ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولایت د اداري غونډې په اجنډا کې به پر دې موضوع بحث وکړي او ټولو اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي څو د افغانۍ د دودیدو په بهیر کې خپل ملي رسالت ترسره کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مرستیال وویل چې د افغانیو دودیدل زمونږ ملي مسؤولیت دی او ژمنه یې وکړه چې په دې ملي پروسه کې به له د افغانستان بانک سره له هیڅ ډول همکارۍ دریغ و نه کړي.     

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته