د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۸:۶
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۳ ذوالقعده ۱۵ مه- د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا پر مشرۍ د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د سوداګریزو بانکونو د ستونزو پر حل، د دې بانکونو په خالي بستونو کې د مسلکي کسانو پر استخدام او خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د افغانستان بانک له اړخه یې د دې بانکونو استازو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم ګډون کړی ؤ او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې په چارو کې د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه، نوموړي د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د خلکو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي او په دې برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک له بانکونو څخه د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت، د افغانستان د بانکونو د ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته