د پیسو د نړیوال صندوق کلنۍ پسرلنۍ غونډه په آنلاین ډول ترسره شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۸:۳۴
د پیسو د نړیوال صندوق کلنۍ پسرلنۍ غونډه په آنلاین ډول ترسره شوه

د پیسو د نړیوال صندوق کلنۍ پسرلنۍ غونډه (IMF-MENAP) چې نن پنجشنبه د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې په ۱۲ مه جوړه شوې وه په کې د نړۍ د مرکزي بانکو رئیسانو، د مالیې وزیرانو او یو شمېر علمي شخصیتونو په آنلاین ډول ګډون کړی وو.

د یادې غونډې په پیل کې د پیسو د نړیوال صندوق جګپوړو چارواکو د نړۍ پر مهمو اقتصادي بدلونونو په ځانګړې توګه پر نړیوال اقتصاد د کرونا ویروس د خپرېدو په اغېزو، د نړیوال اقتصاد پر راتلونکې، مالي ټیکاو، بیکارۍ او د نړیوالو مرستو پر اغېز خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي هم د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د کرونا ویروس څخه د وتلو پر حالت، د پيسو د نړیوال صندوق او افغانستان د ګډو پروګرامونو پر پلي کیدو په ځانګړي ډول د لوی اقتصاد د ټیکاو د پیاوړتیا په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونو لکه انفلاسیون، د اداینو بیلانس، اقتصادي پرمختګ، د هېواد  د ارزي زیرمو پر ودی او همدارنګه په مالي او بانکي سیسټم کې د جوړښتي اصلاحاتو پر پلي کیدو هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته