په لویدیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۵ - ۱۱:۳۱
په لویدیځ زون کې د عامه اعتبارونو د ثبت ورکشاپ جوړ شو

هرات، ۱۳۹۸ د غويي ۳ مه ـ د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت لوی آمریت لخوا د نړیوال بانک په مالي مرسته، خصوصي متشبثینو، ښځینه سوداګرو، کسبګرو او صنعت کارانو لپاره په هرات ښار کې د منقولو اموالو د رهن له لارې مالي پیسو ته د لاسرسۍ په اړه د عامه پوهاوۍ یو ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د لویدیځ زون آمر ښاغلي انور شاه یوسفي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان بانک له نړیوالو معیارونو سره سم د منقولو اموالو د رهن د قانون د حکمونو او د رهني حقونو د خبرتیاوو د ثبت د مقررې په رڼا کې د رهن د حقونو د ثبت نوی او برېښنايي سیستم جوړ کړی دی، څو زمونږ هېوادوال په ارامه توګه د منقولو او غیر منقولو اموالو پر وړاندې په اسانه شرایطو سره پور ترلاسه کړي.

ورپسې د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت مرستیال ښاغلي محمد ناصر سهاک د موضوع په اړه خبرې وکړې او یو پرزینټیشن چې د یاد سیستم د بشپړه پیژندنه یې رانغاړله، د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د عزيزي بانک استازي او د فینکا مالي مؤسسې استازي هم ګډون کړی ؤ چې په خپلو مؤسسو کې یې د پور ورکونې د پالیسۍ او تګلارې په رڼا کې معلومات وړاندې کړل.  

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته