د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره، د سوداګرۍ د غوړېدو او بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۷:۳۵
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره، د سوداګرۍ د غوړېدو او بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۷ مه – د افغانستان بانک په نوښت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د بانکي خدمتونو د پراختیا، په نړیوالو لېږدونو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د تمویل، ډیجیټل مالي خدمتونو د پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان د بانکي خدمتونو د پراختیا، نړیوالو لېږدونو کې د رامنځته شوو آسانتیاوو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د تمویل او ډیجیټل مالي خدمتونو د پراختیا پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه دې، هدف ته د رسېدو لپاره په کار ده چې امارتي ادارې له یو بل سره ښه همغږي ولري، د ښاغلي فیضان په خبره دا چاره کولای شي درنو هېوادوالو په تېره بیا سوداګرو ته آسانتیاوې رامنځته کړي او په ټول کې د دندو د پیدا کېدو او اقتصادي ودې لپاره لاره خلاصه کړي.

ورپسې د افغانستان بانک د خطراتو لوی آمر ښاغلي محمد یاسر ذهین د نړیوالو لېږدونو په برخه کې د رامنځته شوو آسانتیاوو په اړه د غونډې له ګډونوالو سره مفصل معلومات شریک کړل، نوموړي وویل اوس د نړیوالو لېږدونو یا TT په برخه کې تر بل هر وخت زیاتې آسانتیاوې رامنځته شوې دي او سوداګر کولای شي چې د بانکي چینلونو له لارې په آسانه شرایطو سره نړیوالې لېږدونې تر سره کړي.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي مؤسساتو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي خبرې وکړې، نوموړي د کوچنیو اسلامي مالي تمویلاتو د مقررې اړوند معلومات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې د دې مقررې په رڼا کې درانه هېوادوال کولای شي د خپلو سوداګریو د پراختیا لپاره په آسانه ډول د اړوندو شرکتونو څخه پورونه تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د عامه اعتبارونو ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت مرستیال ښاغلي خالد واحدي هم ګډون درلود، نوموړي مالي خدمتونو د خلکو د لاسرسي او ډیجیټل مالي خدمتونو د پراختیا پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د دې برخې پراختیا ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو هم ګډون درلود او د اړوندو مسائلو په اړه یې د مفصلو خبرو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. دا غونډه په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې جوړه شوې وه، چې نورې تعقیبي غونډې به یې د مطلوبې پایلې تر لاسه کولو پورې په د افغانستان بانک کې جوړېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته