د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب ختیځ زون (ګردیز) او ختیځ زون (ننګرهار) څخه راټول شوي د ۶۶۰،۲۰۰،۰۰۰ (شپږ سوه شپېته میلیونه او دوه سوه زره) افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه وسوځول.

یاد بانکنوټونه د افغانستان بانک د دویم مرستیال، ښاغلي ملا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې، له دقیقې شمېرنې، ارزونې او کنټرول وروسته وسوځول شول. په سوځول شویو بانکنوټونو کې د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټونو انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال، ښاغلي ملا محمد آخند، د یادو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال وویل چې د افغانستان بانک هڅه کوي څو د هېوادوالو لپاره د راکړو ورکړو بهیر لا آسان، خوندي او باوري شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانۍ د ارزښت او اعتبار په ساتلو کې د خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده. هر هېوادوال کولای شي د بانکنوټونو په سمه ساتنه او له هغو څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې له لارې د افغانۍ د ارزښت او اعتبار په ساتلو کې مرسته وکړي.

د بانکنوټونو له قاتولو، څیرولو او پرې له لیکلو ډډه کول، په بټوې کې یې ساتل او د راکړو ورکړو پر مهال له هغو څخه سمه استفاده کول هغه ساده لارې دي چې د بانکنوټونو د ژر زړېدو مخه نیسي او د هغوی د عمر په اوږدولو کې مرسته کوي.

د افغانستان بانک وخت په وخت مندرس بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي، پر ځای یې نوي بانکنوټونه بازار ته عرضه کوي او راټول شوي مندرس بانکنوټونه له منځه وړي.

د یادونې وړ ده چې دا مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو د استازو په شتون کې، له لازمې شمېرنې او کنټرول وروسته، د ټاکل شوي پلاوي له لوري مخصوصو بټیو ته انتقال او وسوځول شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته