د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۳۲
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

کابل د ۱۳۹۸ کال د لړم ۴ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د امریکا متحدو ایالاتو ته د خپل سفر په اړه لنډ معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د پیسو له نړیوال صندوق سره ګډ اقتصادي پروګرام په بریالیتوب سره بشپړ کړ. نوموړي د کریډټ د غځولو د اسانتیاوو پروګرام (ECF) بشپړېدل یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

تر هغې وروسته د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د پورونو د ورکړې د حسابونو د پاکولو، د افغانستان بانک له لوري د بانکي سکتور په برخه کې د مقرراتو د رامنځته کولو، په بانکي څانګو کې د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوع ګانو په اړه خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر او د دې بانک اړوندو مسئولینو د غونډې د ګډونوالو نظرونه واورېدل او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې له دوی سره بحث وکړ.

ښاغلي نوشېر زیاته کړه چې د افغانستان بانک به د شتو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د چارو د لا ښه والي لپاره ګامونه پورته کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته