د افغانستان بانک د تقنین کمېټې غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۷
د افغانستان بانک د تقنین کمېټې غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۲ مه – د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي ښاغلي ډاکتر محمد نعیم عظیمی په مشرۍ د دې بانک د تقنین کمېټې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د قوانینو او مقررو د تعدیل په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او نظرونه تبادله شول او په دې برخه کې د اړوندې چارې د لا ښه پرمختګ لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

باید وویل شي په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، ښاغلي عظیمي ټینګار وکړ چې دافغانستان بانک په قانون او مقررو کې د تعدیل پر مهال باید د هېواد ټول نافذه قوانین په نظر کې ونیول شي، څو پر مټ یې په دې برخه کې کوم ټکر رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دې کمېټې په راتلونکو غونډو کې به د اړوندې موضوع په اړه نور بحثونه او لازمې پرېکړې هم وشي.

پاتې دې نه وي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت پر استازو سربېره د یو شمېر نورو آمریتونو استازو چې د تقنین کمېټې غړیتوب هم لري ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته