د پیسو د نړیوال صندوق د ECF نوي پروګرام د پیل غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۵:۳۸
تدویر جلسه آغاز برنامه "ECF جدید" با صندوق بین المللی پول

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷ مه - د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د پیسو نړیوال صندوق له پلاوي سره د ECF نوي پروګرام په پیل غونډه کې ګدون وکړ.

په دې غونډه کې د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ټیم، د مالیي محترم وزارت او د افغانستان بانک رهبری د ECF په نوي درې کلن پروګرام بحث وکړ او ټاکل شوې ده چې دا بحثونه به د روان زېږدیز کال د جولای د میاشتې تر ۱۶ نېټې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې درې واړو لوریو، د جوړښتي اصلاحاتو پر دوام، د لوی اقتصاد او پالیسۍ په پیاوړي کېدو، په هېواد کې د راتلونکو کلونو لپاره د اقتصادي ودې او پراختیا، د تورم او اسعارو بیې ټیټېدو په ساتنه، د بشري او فزیکي پانګې د پراختیا په ملاتړ، د سیمه ایزې همکارۍ په پیاوړي کېدو، بېوزلۍ کمولو او یو شمېر نورو ورته موضوعګانو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د پیسو نړیوال صندوق او د افغان لوري  په هېواد کې د مالي ثبات او اقتصادي ټیکاو د رامنځته کېدو په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونوباندې بحث او په دې برخه کې په همکاری ټینګار وشو.

په ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق تخنیکي ډلې ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکې کې د دې موضوعګانو د تعقیبولو په موخه مذاکره تر سره او تخنیکي بحثونه دې پرې وشي، څو د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ځای ناستی پروګرام د افغانستان له موخو سره سم او د دې هېواد تر مالکیت لاندې ترسره شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته