د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۱۵:۱۹
د افغانستان بانک خبرتیا!

د مخکینیو خبرتیاوو په تعقیب، د افغانستان بانک یو ځل بیا درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ځینې وګړي لا هم د فوریکس د آنلاین سوداګرۍ په نوم مالي معاملې ترسره کوي. د افغانستان بانک تر اوسه هیڅ وګړي یا شرکت ته د فوریکس آنلاین فعالیتونو جواز نه دی صادر کړی او د هغوی فعالیتونه غیر قانوني دي. نو له دغو وګړو او شرکتونو سره معاملې بې خطره نه دي او د هېوادوالو لپاره مالي زیانونه رامنځ ته کوي، له درنو هېوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د دا شان وګړو او شرکتونو سره له معاملو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې د دا ډول فعاليتونو تر سره کوونکي وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي، څو له سر غړونکو سره قانوني چلند وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته