هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۴:۳۸
هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ محرم الحرام ۲ - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته