د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د ایالتي محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۱:۳۷
د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د ایالتي محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه چې د هېواد د اسعاري زېرمو مدیریت پر غاړه لري د سپټمبر ۱۱ مې پېښې زیانمنو ته د افغانستان د اسعاري زېرمو د نه ورکولو په اړه د امریکا د ایالتي محکمې له پرېکړې هرکلی کوي.

د افغانستان بانک د قانون پر بنسټ د هېواد د اسعاري زېرمو د ساتلو، کارولو او مدیریت کولو دنده پر غاړه لري او د اصولو په رڼا کې وخت پر وخت د خپلو کړنو راپورونه له هېوادوالو، د اړتیا پر مهال له نړیوالو بنسټونو سره شریکوي.

د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی چې د قانون له مخې د پولي ثبات، مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي. د افغانستان خلک غواړي چې د هېواد د بهرنیو اسعارو په زېرمو باندې لګول شوي محدودیتونه په بشپړه توګه لیرې کړل شي، تر څو د دې خاورې ځورېدلی ملت له روانو اقتصادي ستونزو خلاص شي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی نړیوالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې ټولو نړیوالو منل شوو معیارونو، قوانینو او مقرراتو ته ژمن دي او خپل نړیوال مکلفیتونه په ښه ډول مراعاتوي او دا بانک د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کافي ظرفیت او تخصص لري.

د افغانستان بانک چمتو دی چې د نړیوالو اندیښنو د حل لپاره د نړۍ له هېوادونو او اړوندو سازمانونو سره هر اړخیزه همکاري ولري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته