د کاردان پوهنتون محصلینو لپاره د یو ورځني ښوونیز سیمینار جوړول

Mpoya
Tue, Nov 14 2023 3:55 PM
د کاردان پوهنتون محصلینو لپاره د یو ورځني ښوونیز سیمینار جوړول

۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني ۳۰ مه – د افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي سکتور او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په تړاو د کاردان پوهنتون محصلینو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ. د دې سیمینار د جوړېدو موخه د بانکي سکتور د ګمارنې له تګلارو سره د محصلینو بلدتیا، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د عامه ذهنونو په روښانه کولو کې د علمي بنسټونو رول او د دې سکتور د لا زیاتې ودې لپاره د زمینې برابرول ګڼل کېږي.

د سیمینار په پیل کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي حبیب ګل ځدران د افغانستان بانک پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د محصلینو لپاره یې د دې ډول پروګرامونو جوړول ارزښتناک وبلل. هغه زیاته کړه چې محصلین په پوهنتونونو کې له تیورۍ سره زیات مخ کېږي او که چېرې عملي پروګرامونو ته لکه داسې سیمینار چې د افغانستان بانک په نوښت جوړ شوی دی، زمینه برابره شي، د هېواد د مسلکي کادرونو راتلونکی به اغېزناکه او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګټور ثابت شي.

ورپسې؛ د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې علمي بنسټونه د راتلونکو نسلونو په روزنه او ظرفیت جوړونه کې اغېزناکه رول او ځانګړی ارزښت لري. ښاغلي خالد زیاته کړه چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو د اصلي دندو د ترسره کولو ترڅنګ د هېواد له پوهنتونونو سره خپلو اکاډمیکو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې بانکي سکتور د ښه والي په لور روان دی او د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه علمي بنسټونو ټولیز ملاتړ ته اړتیا لري. هغه په هېواد کې اسلامي بانکوالي یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې اوس مهال اسلامي بانکوالي د خوندیتوب پر بنسټ نه یوازې په اسلامي هېوادونو بلکې په ډېرو غیر اسلامي هېوادونو کې هم دود شوې او دا بهیر په چټکتیا سره د پراختیا په لور روان دی. 

ښاغلي خالد زیاته کړه چې الحمد لله؛ افغانستان یو بشپړ اسلامي هېواد دی او اسلامي بانکوالي به ډېر ژر په یو بریالي سکتور بدل شي. نوموړي د کاردان پوهنتون له استادانو او محصلینو وغوښتل څو د دې سکتور د لا زیات ترویج او د عامه ذهنونو په روښانه کولو کې خپلې هڅې وکړي.

د سیمینار په دوام کې د بانکي څارنې د لوی آمریت مرستیال، ښاغلي احسان الله منصور د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د بانکي سکتور د کړنو په اړه د پریزنټیشن د وړاندې کولو ترڅنګ د دې سکتور له لوړو ژورو څخه یادونه وکړه او د بانکي سکتور اوسنی وضعیت یې د قناعت وړ وباله. ښاغلي منصور د بانکي نظام د ښه والي په برخه کې د افغانستان بانک د پرېکړو او احتیاطي پالیسیو په اړه هم یادونه وکړه او د دې سکتور په وده او پراختیا کې یې د خلکو رول مهم یاد کړ.

د دې سیمینار په بله برخه کې، د اسلامي بانکوالۍ د لوی آمریت مرستیال ښاغلي مفتي عبدالله آخندزاده د اسلامي بانکوالۍ د ګټو په اړه خبرې وکړې او په کړکېچونو، په ځانګړې توګه د ۲۰۰۸ زېږدیز کال کړکېچ کې یې د اسلامي بانکوالۍ د خوندي ساتنې عملي بېلګې وړاندې کړې چې په کې د نړۍ ټولو بانکونو چې د سود پر بنسټ یې عمل کاوه، زیان ولید او حتی له دیوالي کېدو سره مخ شول، خو هغو هېوادونو چې اسلامي بانکوالي یې اصل ګرځولی وو، خوندي پاتې شول.

ښاغلي آخندزاده د افغانستان بانک له لوري د وخت له اړتیاوو سره سم هېوادوالو سره د هر اړخیزو تګلارو د طرحه کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې د عملي کولو په برخه کې یې د خلکو او په ځانګړې توګه د علمي او اکاډمیکو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لرو څو له موږ سره اوږه په اوږه کار وکړي او دا سکتور بریالیتوب ته ورسوي.

دا سیمینار د نظرونو په شریکولو، پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو او ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS