د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
Sat, Feb 10 2024 2:05 PM
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب ۲۹ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د عالي شورا غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د پولي سیاستونو، بانکي سکتور د وضعیت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو برخو په اړه هر اړخېزې خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو سره یې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.

په دې غونډه کې د ۱۴۰۲ کال د تېرې نیمایي لپاره د پولي سیاست د تطبیق، د بانکي سکتور، اسلامي بانکوالۍ، ارزي ذخایرو، د ګواښونو او قانون رعایتولو، بشري سرچینو د تشکیلاتي جوړښت د سمون او یو شمېر نورو برخو په اړه راپورونه وړاندې شول.

په یاده غونډه کې د پولي سیاست د کاري کړنلارې، د ۱۴۰۲ کال د دویمې نیمایي لپاره د پولي سیاست د اجمالي پلان، د بېړنیو نقدي مرستو کړنلارې، اسلامي بانکوالۍ د کړنلارې د یو شمېر برخو، د الکترونیکي پیسو د مؤسساتو د تنظیم او څارنې مقررې، د ساحې څخه بهر د تعقیب او څارنې کړنلارې، د پیسو وینځلو او تروریزم د تمویل پر وړاندې د مخنیونکو اقداماتو او مسئولیتونو مقررې، د اسعارو د لیلام مقررې، د افغانستان بانک د داخلي ورکړو ( اداینو) د عملیاتو مقررې، مالي اجارې تنظیم او څارنې مقررې پر تعدیلونو خبرې وشوې او د اړوندو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه په یاده غونډه کې د مالي سلامتیا پر شاخصونو او یو شمېر نورو کړنلارو، تنفیذي اقداماتو، مقرراتو، لارښودونو او لایحو مفصل بحثونه تر سره شول.

د افغانستان بانک عالي شورا په ربعوار ډول کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې اترې او د نظرونو تبادله ترسره او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه د دې شورا غړو په آنلاین او حضوري ډول ګډون کړی وو.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

BACK TO NEWS