په ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان بانک د ټولیزو سیاستونو، موخو او دندو په اړه د روزنیز ورکشاپ جوړېدل

Mpoya
Sun, Mar 03 2024 4:57 PM
په ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان بانک د ټولیزو سیاستونو، موخو او دندو په اړه د روزنیز ورکشاپ جوړېدل

۱۴۴۵ د شعبان المعظم ۲۱ مه – د افغانستان بانک له لوري د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استادانو او محصلینو لپاره د افغانستان بانک د ټولیزو سیاستونو، موخو او دندو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. دا ورکشاپ چې د ننګرهار په پوهنتون کې جوړ شوی وو، شاوخوا ۲۰۰ محصلینو په کې ګډون درلود.

د دې ورکشاپ په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ انعام الله مدني خبرې وکړې، نوموړي د افغانستان بانک پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د محصلینو د پوهاوي کچې د لوړولو په برخه کې د دې ډول ورکشاپونو جوړول د ارزښت وړ یاد کړل.

ښاغلي مدني د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د بانکونو رول مؤثر وبللو او زیاته یې کړه چې دا رول هغه وخت لا ډېر ګټور کېږي چې اکاډمیکه ټولنه له دې سکتور سره لا ډېره همغږې ولري. نوموړي له اکاډمیکې ټولنې سره د افغانستان بانک د اړیکو د ټینګښت ستاینه وکړه او له محصلینو یې وغوښتل چې د یاد ورکشاپ له موادو په استفادې د افغانستان بانک او بانکي سکتور سره همکاري وکړي او په دې وسیله له دې سکتور ملاتړ وکړي.

د دې ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلي دکتور محمد یوسف سلیم د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي په استازولۍ خبرې وکړې او د اذهانو په جوړونه کې یې د اکاډمیکو ټولنو رول مهم یاد کړ او د دې ورکشاپ له جوړولو یې موخه د افغانستان بانک له سیاستونو او لاسته راوړنو څخه د اکاډمیکې ټولنې او محصلینو پوهاوی او خبرول یاد کړل.

ښاغلي محمد یوسف سلیم د خپلو خبرو په بله برخه کې د پولي سیاستونو د تطبیق، افغانۍ د ټیکاو، د انفلاسیون د کنترول، صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو د معیاري کولو، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د ارقامو په ورکولو سره د افغانستان بانک له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.

د دې ورکشاپ په اوږدو کې د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ له لوري په معاملاتو کې په خوندي او عادلانه ډول د شتمنیو د وېش، بانکي سکتور د ښه والي، مالي خدمتونو ته د خوندي، آسانه او غوره لاسرسي په اړه د اسلامي بانکوالۍ د مرستیال ښاغلي مفتي عبدالله آخوندزاده، د غیر بانکي مالي مؤسساتو د څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي شاه‌پور میاخېل، د مالي خدمتونو د پراختیا د لوی آمریت مرستیال ښاغلي خالد واحدي، د بانکي څارنې د لوی امریت د مالي ثبات کمېټې د مدیر ښاغلي عبدالحسیب امانت او د افغانستان بانک د ختیځ زون اقتصادپوه ښاغلي تاج محمد تمکین له لوري پریزینټیشنونه وړاندې شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان بانک د موخو، دندو او ټولیزو سیاستونو په اړه د افغانستان بانک د مسئولینو، محصلینو او استادانو ترمنځ ګرد میز تشکیل شو او پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

BACK TO NEWS