د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کې ګډون وکړ

Mpoya
Fri, May 31 2024 11:47 AM
د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کې ګډون وکړ

د افغانستان بانک پلاوي چې د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په کلني کنفرانس کې یې د ګډون په موخه مالیزیا هېواد ته سفر کړی وو، د خپل سفر په ترڅ کې یې په څو مهمو غونډو کې ګډون وکړ. په لومړۍ غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د تمویلاتو اړوند تکافل، صکوکو، زکات وقف او همدارنګه بانکي معاملاتو پر برېښنایي کېدو، خطراتو د مدیریت، مقرراتي چوکاټونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه تر سره شول، باید وویل شي چې په همدې ورځ بله غونډه هم جوړه شوه دا غونډه د مالیزیا د مرکزي بانک په کوربتوب د مرکزي بانکونو د اسلامي بانکوالۍ له اړوندو برخو سره جوړه شوې وه. پدې غونډه کې  د افغانستان، ترکیې، عمان، برونای، یمن، متحده عربي اماراتو، پاکستان او مالیزیا د مرکزي بانکونو استازو ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې د مرکزي بانکونو د شریعه بورډونو تر منځ د همغږۍ په رامنځته کېدو بحث وشو چې غړي هیوادونه به اړوند مهم بانکي موضوعات د مشورو او حل لارو موندلو په موخه له یو بل سره شریکوي. د یادوني وړ ده چې د افغانستان بانک پلاوي په راتلونکي کې د یادې غونډې لپاره د کابل د کوربتوب وړاندیز وکړ او د مالیزیا هیواد ورسره په اصولو کې موافقه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مې میاشتې په ۲۸ او ۲۹ مه نېټه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم جوړ شو، د یاد فورم پرانیسته د مالیزیا هېواد د صدر اعظم له لوري وشوه چې د ګڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو وزیرانو، د مرکزي بانکونو رئیسانو سفیرانو او نورو لوړ رتبه استازو په کې شرکت کړی وو. په دې فورم کې پرشرعي اصولو د ولاړ اسلامي مالي نظام پر پراختیا او ښه مدیریت ارزښتناک بحثونه تر سره شول. د غونډې ویناوالو پر شرعي اصولو ولاړ مالي نظام د اقتصادي پرمختګ، فقر د کمولو او ټولنیز عدالت په رامنځته کولو کې مهم یاد کړ، همدارنګه په دې فورم کې د اسلامي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکتور ونډه مهمه وبلل شوه، د زکات او وقف د ښه مدیریت لپاره د مناسبو مؤسساتو په رامنځته کولو خبرې وشوې او پدې برخه کې د اسلامي هېوادونو د تجربو پر شریکولو ټینګار وشو.

همداراز د دې سفر په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوي د مالیزیا د اسلامي بانک، سټانډرډ چارټر صادق بانک، د مالیزیا د پانګونې بانک او نورو اسلامي بانکونو او مالي مؤسساتو له عمومي رئیسانو او استازو سره بېلابېلې لیدنې کتنې تر سره کړې، په دې لیدنو کې د افغانستان له بانکونو سره د متقابلو بانکي اړیکو په رامنځته کولو او تخنیکي همکاریو خبرې وشوې. باید وویل شي چې په دې لیدنو کتنو کې د افغانستان بانک پلاوې د نړیوال شرعي څېړنو اکاډمۍ (ISRA) له مشرانو سره هم ولیدل. پدې لیدنه کې د صکوکو د قانون او مقرراتو جوړونې او د افغانستان بانک او نورو خصوصي بانکونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه وشول چې یادي اکاډمۍ په اړوندو برخو کې د پوره همکاری ژمنه وکړه.

پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک پلاوي د مې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د مالیزیا د مرکزي بانک د اسلامي بانکوالۍ او نورو آمریتونو سره غونډه درلوده. په یاده غونډه کې د مالیزیا د مرکزي بانک د تشکیلاتي جوړښت، د اسلامي بانکوالۍ د آمریت او شرعي بورډ د کارکولو په څرنګوالي، د مالیزیا د مرکزي بانک د اسلامي  پانګو اچونو اړوندو برخو په اړه معلومات ترلاسه شول. لدې سره سره دوی ته د افغانستان د اوسني بانکي وضعیت په اړه معلومات ورکول شول او په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي په موخه د متقابلو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو ټینګار وشو.

د دې ورځې په اوږدو کې د افغانستان بانک پلاوې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ Islamic Financial Services Board  د رئيس او غړو سره ولیدل. پدې لېدنه کې د یاد بورډ رئیس د افغانستان بانک کارکوونکو ته د اوږد مهاله او لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

هېره د نه وي چې د افغانستان بانک پلاوې د نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکوالۍ او ملاتړ د انسټيټيوت له رئيس او استادانو سره د یو لړ بانکي موضوعاتو اړوند د مشورو په موخه ولیدل. پدې لېدنه کې یاد انسټيټيوټ ژمنه وکړه چې د افغانستان بانک او بانکي سکتور کارکوونکو ته به د اسلامي بانکوالۍ اړوند د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو او اوږد مهاله لوړو زده‌کړو په برخه کې زمینه برابره کړي.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS