د سوداګریزو بانکونو د استازو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

Mpoya
Wed, Jul 03 2024 3:38 PM
راه اندازی برنامه  آموزشی برای نمایندگان بانک های تجارتی

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲۶ مه – د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز له لوري د یو شمېر سوداګریزو بانکونو د قوانینو رعایتولو برخې د کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو.

دا ښوونیز پروګرام د پیسو وینځلو او نورو اړوندو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د بانکي سکتور د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی وو.

په یاد پروګرام کې د سوداګریزو بانکونو د اړوندې برخې کارکوونکو ته د سوداګریزو بانکونو د پېرودونکو د شکمنو او لویو معاملو د رپوټونو چمتو کولو او همدارنګه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز تر نظر لاندې نوملړ د پلي کولو په برخه کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون، مقرراتو، عملیاتي برخو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS