د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون طرزالعمل تصویب شو

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 07 2019 2:48 PM
د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون طرزالعمل تصویب شو

د 1398کال د وري ۷ مه- د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون د همکارۍ دویمه غونډه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د دې غونډې اصلي موخه له پیسو وینځلو سره مبارزه، د ترهګرۍ د مالي سرچینو له منځه وړل او د پیسو له قاچاقولو او مالي جرمونو څخه د مخنیوي په موخه د طرزالعمل جوړول ؤ چې د کمیسیون د غړو له خوا تصویب شو.

د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخینوي قانون د دري دېرشمې مادې پربنسټ یاد کمیسیون د ۱۰ دولتي ادارو په ګډون رامنځته شوی چې طرزالعمل یې هم د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي قانون د دري دېرشمې او څلور دېرشمې مادې پربنسټ جوړ شو.

د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د طرزالعمل پربنسټ د دې کمیسیون اصلي دندې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو له جرمونو څخه مخنیوی، له رامنځته شوې پالیسۍ څخه ارزونه او څارنه، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي د قانون په اړه د وړاندیزونو او تعدیلاتو ارزونه او د پیسو وینځلو د خطرونو د ارزونې پرمهال د ښې همغږۍ رامنځته کول، ګڼل کېږي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د طرزالعمل پربنسټ به کاري کمیټې خپلې چارې پيلوي او د اړتیا په صورت کې به یې له کمیسیون سره شریکوي او په وروستۍ شیبه کې به کمیسیون د چارو د پرمختګ په موخه خپلې غونډې جوړوي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس سربېره د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست استازو او د افغانستان د مالي معاملو او راپورنو د څیړنې مرکز استازو ګډون کړی وو.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS