د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي، د ګمرکاتو د مشرتابه پلاوي او سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه وکړه

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 16 2019 2:45 PM
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي، د ګمرکاتو د مشرتابه پلاوي او سوداګریزو بانکو له استازو سره غونډه وکړه

د ۱۳۹۸ کال د وری ۲۷ مه - د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د ګمرکاتو رئیس ښاغلي رشاد پوپل او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د تادیاتو، سترو او منځنیو مالیاتو او ګمرکي عوایدو په اړه چې په برېښنايي توګه د سوداګریزو بانکونو له لارې ترسره کېږي، خبرې اترې وکړې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سوداګریزو بانکونو استازو ته د د دولتي عوایدو د تعرفو تادیه کوونکو لپاره د لا آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې اوس سوداګر کولای شي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه په هر یوه سوداګریز بانک کې چې حساب ولري خپلې تعرفې او مالیاتي لېږدونې ترسره کړي، خو بانکونه باید هڅه وکړي چې سوداګرو ته د لا آسانتیاوو لپاره لارې چارې برابرې کړي.

په همدې ډول د ګمرکاتو لوی رئیس ښاغلي رشاد پوپل هم وویل چې برېښنایي راکړو او ورکړو سره د ګمرکاتو ترڅنګ سوداګرو ته هم آسانتیاوې رامنځته شوي او له سوداګریزو بانکونو څخه یې د ښې همغږۍ په موخه وغوښتل چې خپلې چارې ګړندۍ او لا ښې کړي، څو د دولتي عوایدو تادیه کوونکي وکولای شي په خوندي او  ارامه فضا کې خپلې مالي لیږدونې ترسره کړي.

اوسمهال د افغانستان بانک په نمایندګیو کې له پنځوس زره افغانۍ زیاتې نغدي معاملې نه ترسره کیږي، د دولتي عوایدو د تعرفو تادیه کوونکي او سوداګر د سوداګریزو بانکونو او د دې بانکونو د ولایتي نمایندګیو له لارې خپلې لیږدونې ترسره کوي.    

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS