د اسلامي بانکدارۍ عمومي آمر معرفي شو

Anonymous (not verified)
Wed, Jul 10 2019 9:43 AM
د اسلامي بانکدارۍ عمومي آمر معرفي شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۸ مه – ښاغلی ډاکتر محمد یوسف سلیم د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د عمومي آمریت د آمر په توګه معرفي شو.

په هغه غونډه کې چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، ښاغلی ډاکتر سلیم دافغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د عمومي آمریت د آمر په توګه د دې بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي محمد قسیم رحیمي یادونه وکړه، چې ډاکتر محمد یوسف سلیم د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې پراخه تجربه لري او هیله مندي یې وښوده چې د افغانستان بانک ته راتګ به یې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ په دودولو کې رغنده رول ولوبوي.

ورپسې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ نوي ټاکل شوي آمر د اسلامي بانکدارۍ په ارزښت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې له نړیوالو اسلامي بانکونو او مالي ادارو سره ښې اړېکې لري او د همدې اړیکو پر بنسټ به د اسلامي بانکدارۍ د دودولو لپاره کار وکړي.

د اسلامي بانکدارۍ نوي ټاکل شوي آمر د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې د اسلامي بانکدارۍ سیستم رغونې ته اړتیا لري او په کار ده چې په دې برخه کې ذهنیت جوړونه وشي، ترڅو خلک په ډاډ سره وکولای شي خپلې پیسې په بانکونو کې وساتي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي محمد یوسف سلیم په مالیزیا هېواد کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي او د یاد هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې یې د اسلامي بانکدارۍ او سوداګریزو قوانینو په برخه کې د استاد په توګه دندې تر سره کړې دي، نوموړی د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې زیات شمېر کتابونه او مقالې لري چې دا مهال په نړیوالو پوهنتونو کې تدریسېږي.

پاتې د نه وي چې د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو.

د اسلامي بانکدارۍ آمریت د افغانستان بانک په چوکاټ کې په دې وروستیو کې رامنځته شوی چې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د دودولو لپاره کار کوي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

Tue, Jun 09 2026 4:46 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets with the Chairman of the AACC to Enhance Banking and Trade Ties

June 09, 2026— First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Mr. Sediqullah Khalid, met with the Chairman of the Afghanistan–America Chamber of Commerce (AACC), Mr. Jeffrey Grieco.

Dur. . .

BACK TO NEWS