له زونونو او د هغو تر اثر لاندې نمایندګیو څخه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

Mpoya
Mon, Mar 14 2022 4:01 PM
له زونونو او د هغو تر اثر لاندې نمایندګیو څخه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

۱۴۰۰ کب ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس او ورسره پلاوي ولایتونو ته د خپل سفر پر دوام نن شمال زون ته سفر وکړ او د دې زون له چارو یې څارنه وکړه. د دې سفر او لیدنو موخه د سمونونو رامنځته کول، د چارو تنظیم، په کړنو کې همغږي، اغېزناک مدیریت، د بانک بنسټیزو موخو ته د رسېدو لپاره ګروپي کار او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادريس او ور سره پلاوي له شمال زون څخه لیدنه او څارنه وکړه او په دغه زون کې یې د مزار شریف، سرپل، جوزجان، فاریاب، سمنګان، آقینې او حیرتان بندر له مدیرانو سره غونډه جوړه کړه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس د یاد زون د کارکوونکو د کړنو ګزارشونه، ستونزې او مشکلات واورېدل او د چارو د ښه والي او ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مراجعو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

په هغه غونډه کې چې په شمال زون کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست د دې زون له کارکوونکو وغوښتل چې د درنو هیوادوالو لپاره په پوره اخلاص، رېښتنولی او مسئولیت سره خدمت وکړي. د دې زون کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې تر بل هر وخت ډېر به د درنو هیوادوالو لپاره خدمتونه وړاندې کوي او له هېڅ ډول هلو ځلو به درېغ و نه کړي.

باید وویل شي د افغانستان بانک سرپرست له شمال زون څخه تر لیدنې وروسته د یاد زون له نمایندګیو څخه د لیدنې په موخه سفر پیل کړ، څو له نږدې د نمایندګیو له چارو څارنه وکړي، پرمختګونه، لاسته راوړنې او ستونزې یې له نږدې ووینې او حل لارې ورته پیدا کړي.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS