د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې سره د هوکړه‌لیک لاسلیک

Mpoya
Tue, May 09 2023 1:38 PM
د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې سره د هوکړه‌لیک لاسلیک

د روان میلادي کال د می د میاشتې په ۷ مه نېټه د بحرین په هېواد کې د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې (AAOIFI) او د افغانستان بانک تر منځ د یادې ادارې د کلنۍ غونډې په ترڅ کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک په اساس به دواړه خواوې د اسلامي بانکوالۍ او تمویل اړوندو موضوعاتو، ظرفیت لوړولو، روزنیزو پروګرامونو او پوهاوي په برخه کې همکاري کوي.

همدارنګه د افغانستان بانک به وکړای شي چې د تخصص او  تجربې له مخې لوړ رتبه کارکوونکي د ایوفي فرعي کمیټو، کاري ډلو او د تخنیکي بورډونو غونډو ته د ګډون لپاره معرفي کړي او د ایوفي لخوا په جوړېدونکو نړیوالو کنفرانسونو کې برخه واخلي.

باید یادونه وشي چې په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او د نورو اسلامي مالي مؤسسو او بانکونو استازو هم ګډون درلود.

د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکارۍ د تړون په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر سلو زیات غړي لري.

د دې ادارې لید لوری د اسلامي مالي بازارونو د عملیاتو لارښوونه، د شریعت د اصولو او قواعدو پر بنسټ مالي راپور ورکول او په اسلامي مالي بازارونو کې د داسې معیارونو برابرول دي چې د صنعت د ودې زمینه برابره کړي.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS