د ریاست د دفتر عمومي آمریت

دندې او مسئولیتونه:

د ریاست د دفتر عمومي آمریت، د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک  سیاستونه او پالیسۍ لیږدوي او د بازار لوبغاړي له نویو اقتصادي پیښو او د پړسوب د نرخ، اقتصادي ودې او د مالي نظام د ټیکاو په اړه له وړاندوینو خبروي.

 د سندونو طی مراحل او آرشیفول او د افغانستان بانک د کاري اړیکو سیستماتیزه کول همدا ډول د دې آمریت له دندو څخه شمېرل کېږي.

جوړښت:

د ریاست د دفتر عمومي آمریت په خپل تشکیل کې درې معاونیت لري، د عامه اړیکو او خپرونو،  اداري او اجرائیوي او د همغږۍ معاونیت چې هر یو یې د خپل لاس لاندې کارکوونکي رهبري کوي.

1 .د عامه اړیکو او خپرونو معاونیت

د افغانستان بانک د نشراتي او ارتباطي چارو اداره کول، له شریکانو سره د افغانستان بانک د عامه اړیکو لپاره طرح، پلان او پروګرام جوړول، د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د مرکزي بانک له عمومي سیاستونو څخه د خلکو خبرول، د بیو د ټیکاو او د یو ټینګ مالي سکتور د جوړولو په برخه کې د افغانستان بانک د مقررو، قوانینو او سیاستونو پوهاوی، له نورو ادارو سره د بانک د اړیکو ټینګول، د افغانستان بانک د تبلیغ، موخو، دندو او د بنسټیزو ارزښتونو لپاره د طرح، پلان او پروګرام جوړول، د افغانستان بانک د نشراتي او ارتباطي چارو د اړوندو مضامینو لیکل او ایډیټول د دې معاونیت له دندو څخه دي. د خپرونو، اړیکو او ژباړې درې مدیریتونه د دې معاونیت په اډانه کې کار کوي.

د رسنیو د اړیکو مدیریت

د اړیکو د برخې له کړنو او کارونو څخه څارنه، د بانک له شریکانو (حکومت، پارلمان، رسنۍ، خلک، خصوصي سکتور، اکاډمیکه ټولنه او ...) سره د دوامداره اړیکو ټینګول، د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د خبرونو او اطلاعاتو لیږدول، د افغانستان بانک د داخلي او بهرنيو وبسایټونو د مطالبو او منځپانګې څارنه، د خلکو د نظرونو او د بانک ځانګړو مدیریتونو ته په اړونده اقتصادي، مالي او بانکي مسایلو کې د نیوکو رسول او د خلکو د نظرونو او د مرکزي بانک د سیاستونو، موخو، دندو او محوري ارزښتونو لیږدول د دې مدیریت دندې جوړوي.

د خپرونو مدیریت

د دې آمریت د خپرونو مدیریت د افغانستان بانک د خپرونو او خبر رسولو د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت کوي، دا مدیریت د بیلا بېلو خپریدونکو ابزارو لکه: میاشتنۍ مجله، کلنی راپور، انځوریزو رسالو او نورو خپریدونکو موادو له لارې د افغانستان بانک د فعالیتونو، سیاستونو، موخو، دندو او د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د خپرولو مسئولیت په غاړه لري.

د ژباړې برخه

د ژباړې برخه له انګلیسي ژبې څخه رسمي ژبو (دري او پښتو) ته او د هغه برعکس د مطالبو او اړینو مواردو د ژباړلو، د ارتباطاتو او عامه اړیکو لپاره د افغانستان بانک د سندونو او د داسې نورو موادو د ژباړلو چې د افغانستان بانک د مهمو موخو او محوري دندو لپاره لازم او اړین دي، له انګلیسي ژبې څخه دري او پښتو او له دري څخه پښتو ژبې ته د خپرونو د برخې د اړوندو سندونو او مطالبو د ژباړلو او د قوانینو، مقررو، پالیسیو، پوښتنلیکونو او د افغانستان بانک د نورو شعبو د اړوندو سندونو او مکتوبونو د ژباړلو مسئولیت په غاړه لري.

د عامه پوهاوي مدیریت:

دا مدیریت هڅه کوي چې د تنویري پروګرامونو په لاره اچولو سره د افغانستان بانک د ټولنیزو سیاستونو په اړه د ویډیویي کلیپونو، ښوونیزو برنامو، سیمینارونو، اعلانونو او نورو له لاری خلکو ته پیغامونه ورسوي.

2 .  اداری او اجرائیوي معاونیت:

د بانک د سندونو او آرشیف د چارو د پر مخ بیولو څارنه، د افغانستان بانک شعبو لپاره د سندونو د وړاندې کولو د آسانتیاوو برابرول، د افغانستان بانک د شعبو د کړنو ثبتول او له شریکانو سره د بانک د ټولو کورنیو او بهرنیو سندونو طی مراحل، د عامل پلاوي د تصویبونو د ثبت او صادرولو څارل او څېړل، د عامل پلاوي د حکمونو ثبتول، د افغانستان بانک د کارکوونکو او د نورو بانکونو د بهرنیو کارکوونکو د ویزو او پاسپورټونو طی مراحل، د نورو ادارو مکتوبونو او استعلامونو ته ځواب ورکول، د افغانستان بانک له شریکانو سره د دوامداره اړیکو ټینګول، نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د افغانستان بانک د لیږل شویو مهمو سندونو څارل او څېړل د دې معاونیت دندې دي. د دي معاونیت په اډانه کې ارشیف، اسنادو، توحید او راپور ورکولو او  اجرایه مدیریتونه فعالیت کوي.

اجرائیوي :

دا برخه په اداري چارو کې لکه د وړاندیزونو لیکل، د وړاندیزونو او احکامو ثبتول، د مکتوبونو استول او ترلاسه کول، استعلام  او د بانک نورو څانګو ته عامل پلاوي د تصویبونو لیږلو مسولیت لري.

آرشیف:

د ارشیف مدیریت ټول هغه سندونه او مدارک د مرکزي بانک په سیستم کې ثبتوي او د سند په توګه د هغې یوه کاپي ذخیره کوي.

  اسناد:

دا د هغو اسنادو د ثبت مدیریت دی چې له بهر څخه د افغانستان بانک ته د رسمي چارو د معلوماتو، توضیحاتو او تطبیق لپاره لیږل کیږي او د افغانستان بانک ټول هغه رسمي اسناد چې له بانک څخه بهر مختلفو دولتي، خصوصي او بهرنیو دفترونو ته لیږل کیږي. د عامل پلاوي ټولو رییس، لومړي مرستیال او دوهم مرستیال) غرو لخوا لاسلیک کولو ورسته  لیږل کیږي او د ټولو هغه سندونو د وارده د ثبت دنده پر غاړه لري چې د افغانستان بانک د آمریتونو او یا بیروني ادارو څخه راځې او د دی برعکس.

توحید او راپور ورکول:

د افغانستان بانک د فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور یو ځای کول او د چارو له ادارې سره یې شریکول، د افغانستان بانک د ټولو څانګو د کاري پلانونو او راپورونو راټولول او نهايي کول، تر څو د بانک د رهبري هیئت تر نظر لاندې ونیول شي او د راپورونو ترتیبول. د لارښوونې ترلاسه کول، اسکن کول، په دندو کې اړوندو څانګو ته د اسنادو لیږل او د عامل پلاوی د تصویبونو پلي کول د دې څانګې شامل دي.

د همغږۍ معاونیت:

د زونونو د چارو د همغږۍ او یوالي لپاره د زونونو او ولایتي نمایندګیو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ معاونیت جوړ شو، چې د یادو زونونو او ولایتي او سرحدي نمایندګیو سره تل په اړیکه کې دی. چې همدا معاونیت د مرکز او زونو سره د یو ارتباطی پل حیثیت لری، چې وخت په وخت د ټولو ورځنیو چارو، اړتیاوو، بشري سرچینو، وړاندیزونو، رسمی لیکونو او نوری اداري چارې څاري او د افغانستان بانک د کارکوونکو او د نورو بانکونو د بهرنیو کارکوونکو د ویزوه او پاسپورټونو طی مراحل کوي.

د پرتوکول مدیریت او د همغږۍ مدیریت د دې معاونیت په اډانه کې کار کوي.

د پروتوکول مدیریت:

د ریاست د دفتر عمومی آمریت د پروتوکول برخه د عالي شورا غړو، عامل پلاوي او د افغانستان بانک نورو کارکوونکو ته د پاسپورټ، ویزې اخیستلو او په نورو تشریفاتي مسایلو کې د آسانتیاوو د برابرولو مسئولیت په غاړه لري.

د همغږۍ مدیریت:

اونیز، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول، د اړوندو څانګو څخه د کاري راپورونو ترلاسه کول، د افغانستان د اوو زونونو او نمایندګیو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول، د ټولو رسمی لیکونو، وړاندیزونو تعقیب، د افغانسنان بانک مرکز څانګو څخه او بیرته د اجرااتو څخه مربوطه زون ته ډاډ ورکول، د دندو په چوکاټ کې د مرکزي بانک عامل پلاوي د لارښوونو او تصویبونو پلي کول، ټول رسمی مکتوبونه ، وړاندیزنه له زونونو نه مرکز ته او برعکس له مرکز نه زونونو ته د بریښنالیک له لارې ترلاسه کول، د افغانستان بانک د زونونو لپاره د کاري اسانتیاوو رامنځته کول، د اوو زونونو د کاري کړنو راپور تر لاسه او مقام ته وړاندې کول او   د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو چمتو کول دي.