د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: اداري او اجرائیوي ارشد آفیسر
اداره: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت
ګریډ: اووم (۷)
د پیل نېټه : ۱۴۴۷ د رجب المرجب ۲۰
د پای نېټه : ۱۴۴۷د شعبان المظم ۴
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د چارو د ښه والي، اغېزناکتیا د زیاتېدو او د سپارل شوو کاري پلانونو د پلي کولو لپاره د انګېزې د رامنځته کولو په موخه د یادې برخې د چارو مدیریت، څارل، کنټرول او ارزول؛
• د ټولو برخو چارو ته د رسېدنې په موخه د کارګرانو لپاره د ورځني کاري مهال وېش ترتیبول؛
• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونې پر بنسټ د اړوندو څانګو ښکېلو کارکوونکو ته د کړنلارو، مکتوبونو، تصویبونو او د ریاست د حکمونو او نورو اړوندو تقنيني او اداري سندونو وېشل؛
• د بانک له شعبو څخه د برېښنالیکونو او مکتوبونو ترلاسه کول او پر وخت یې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته وړاندې کول؛
• د اضافه کاری د کارکوونکو لپاره د کلنۍ اضافه کارۍ د پلان او د اضافه کارۍ د راپور د جدول ترتیبول او تنظیمول؛
• د آمریت د اړوندو برخو د اړیتا وړ تجهیزاتو او وسایلو چمتو کول، لکه قرطاسیه، برېښنایي او لوژستیکي وسایل او نور اړین توکي؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو ادارې لیکونو لیکل، تعقیبول، او په ټاکلي وخت د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره طی مراحل کول.
• په هارډ او سافټ ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل.
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې کچه:
د مدیریت، ادبیاتو، ادارې او سوداګرۍ یا عامه ادارې په برخو کې د لیسانس سند درلودل.
تجربه:
• د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د مدیریتي مهارتونو لرل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• د هېوا له حقوقي، قضایي، جزایي او بانکي سیستمونو او کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا
• د هېواد له نافذه بانکي قوانین او مقررات او د تصفیې بهیر سره بلدتیا
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• په حقوقي مسایلو کې د پام وړ وړتیا او د مناسبو حل لارو وړاندیز کول
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.