د افغانستان بانک دویم مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۲:۲۳
د افغانستان بانک دویم مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره ولیدل

۱۴۰۱ وری ۳ مه– د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمدد وري میاشتې پر دویمه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي موضوعګانو یې بحث وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد ملګرو ملتونو له بشرپاله مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د افغانستان له خلکو سره به د دوی مرستې لا ډېرې شي.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې وغوښتل چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې چې د خلکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي تر سره کړي.

ورپسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې آغلې دیبورا لاینز هم پر بېلابېلو مالي، بانکي او اقتصادي برخو خبرې وکړې او د مرستو په برخه کې یې د بانکي سکتور رول د ارزښت وړ یاد کړ. نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان له خلکو سره به خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قانون او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او له دې لارې د درنو هیوادوالو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره  غونډه

د ۱۴۴۷ کال د رجب المرجب ۱۴ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه.

په. . .

بېرته خبرونه ته