د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۶:۳۶
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د افغانستان بانک عالي شورا، چې د تصمیم نیونې تر ټولو لویه مرجع ده، څلورمه نوبتي غونډه یې د ۱۳۹۸ کال د مرغومې د میاشتې په ۱۴ مې او ۱۵ مې نیټې په اوږدو کې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ او د عالي شورا د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پيل کې د افغانستان اقتصادي وضعیت پرڅرنګوالي، د پولي سیاست پرتطبیق، د بانکي نظام کړنې او د هېواد د مالي نظام پر اړوند موضوعاتو بحث ترسره شو.

د یادې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال واحدالله نوشیر له اجنډا سره سم د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او وروسته یې د افغانستان بانک د اړوندو څانګو پروګرامونه او راپورونه واوریدل شول، چې په دې برخه کې د عالي شورا له خوا لازمې پریکړې وشوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته