د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۲:۴۵
د افغانستان بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره ولیدل

د ۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۹ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل (Islamic Microfinance Institutions) د ودې په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې د کوچنیو تشبثاتو سکتور د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د سیمی هېوادونو تجربو دا ثابته کړې ده چې د هېواد هغه وګړي چې غواړي  کوچني کاروبارونه پیل کړي، په آسانه توګه کولای شي چې د یادو مؤسسو څخه اسلامی تمویلات ترلاسه کړي. دا چاره  کولای شي د هېواد په کچه بېکاري کمه او خلکو ته د کاروبار زمینه برابره کړې. ښاغلي بدري زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې سکتور د اهمیت په پام کې نیولو سره، مقرراتي اډانه جوړه کړې ده او ډېر ژر به د مقرراتي چوکاټ په رڼا کې د فعالیت جوازونه صادر کړي. همدارنګه، د افغانستان بانک په پام کې لري چې د سیمې هېوادونو د تجربو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې همغږي را منځته کړي.

 ښاغلي بدري د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د افغانستان بانک په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او چمتو دی چې له دې ادارې سره یوځای د نوموړي سکتور د ودې لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

 د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په دې لړ کې له هیڅ ډول هلوځلو څخه دریغ نکوي او په پام کې ده چې د دې سکتور پراختیا لپاره د ذیدخلو ادارو سره یوځای د هېواد په کچه ډیر ژر د عامه پوهاوي په برخه کې کنفرانس هم جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا وویل چې د ملګرو ملتونو اداره د دې سکتور ملاتړ لپاره له نورو ذیدخلو ادارو سره همغږي پیل کړې او له هغوی څخه يې د همکارۍ ډاډ ترلاسه کړی دی او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو اداره چمتو ده چې د یاد سکتور د ودې لپاره د افغانستان بانک له لیدلوري سره سم کار وکړي او ډاډ يې ورکړ چې یاد کنفرانس به ډېر ژر دایر شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته