د افغانستان بانک لوړ رتبه پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو ۲۲ مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۸
د افغانستان بانک لوړ رتبه پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو ۲۲ مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

۱۴۴۵ د ذوالحجة الحرام  ۲۶ مه - د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئيس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په ۲۲ مه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د جیبوتي په هیواد کې جوړه شوې ګډون وکړ.

پدې غونډه کې چې د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو رئيسانو او استازو ګډون کړی وو، د بورډ د تېر کال د اجراآتو او د مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو لخوا تر بحث وروسته تصویب شول.

همدارنګه په یاده غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر بنسټ د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، د ډيجیټلایزیشن اثر پر اسلامي بانکوالۍ او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

همدارنګه په دې غونډه کې د یوې باثباته اقتصادي توسعې لپاره  په مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات په ارزښت، په دې برخه کې د مؤسساتو په رامنځته کولو، د مالي  نظام د بريښنایي کیدو یا ډيجیټلایزیشن څخه په موثرې استفادې او د شغل او کار په رامنځته کولو کې د هغه پر اهمیت، د مالي تکنالوژۍ یا فینټېک په وړاندې د شته ګواښونو او پدې اړوند د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو په رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه تر سره شول.

د یادونې وړ ده چې له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک سرپرست رئیس د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له رئيس سره په ځانګړې لېدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شوو زېرمو، د بانکي سکتور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

باید وویل شي چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یوه نړیواله اسلامي مؤسسه ده چې په هغه کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړېوالې مالي ادارې غړیتوب لري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته