د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۶:۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ مالي مدیر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د اجرااتو د ښه والي ، د اغېزناکتیا او مولدیت د زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو د ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه تر کنټرول لاندې کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارل، کنترول او ارزول؛

د اړتیا په صورت کې، عامل پلاوي ته د مالي چارو د لا ښه مدیریت په موخه د ستراتیژیک لیدلوري او چوکاټ په اړه د نظرونو وړاندې کول؛

د ستراتیژیکو پلانونو او واضح او مناسبو تګلارو له طرحې او تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د ستراتیژۍ په رڼا کې د مناسبو اصلاحاتو او نوښتونو رامنځته کول او د لوایحو، کړنلارو او تګلارو له تطبیق څخه ملاتړ کول؛

د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو، همغږۍ، آسانتیاوو، د مالي پروسو د اجرأ کولو او مدیریت څخه د ډاډ ترلاسه کولو له لارې انسټیټیوټ ته د ارزښت زیاتول؛

•  له کاري پلان سره سم د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د قوانینو، مقررو، تګلارو او کړنلارو په رڼا کې د کنترول لاندې سرچینو، کړنو او اجرااتو مدیریت کول؛

د اړوندو کارونو د ترسره کولو په برخه کې د کاري بهیر د آسانتیا لپاره له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول؛

د مالي معاملو (د پیسو د راکړې ورکړې) ثبتولول؛

د مالي دفترونو دقیقه ساتنه.

د بودجې ترتیب، ارزونه او مدیریت.

د عوایدو او لګښتونو تحلیل.

د معاشونو، کرایو، پېریدنو او نورو لګښتونو ترتیب او تعقیبول؛

د ښوونیزو پروګرامونو د فیسونو راټولول؛

د میاشتني، ربعوار او کلني مالي راپورونو ترتیب او وړاندې کول؛

د بودجې د حقیقي لګښتونو بیاکتنه او ارزونه، د تحلیلي راپور چمتو کول او په تقنیني سندونو کې د اړوند مراجعو د مالي ژمنو له تحقق څخه ډاډ ترلاسه کول.

د عملیاتي، مالي او پانګونې د نغدې جریانونو کنترول او بیا کتنه او د اغېزناکتیا د لوړولو او د لګښتونو د کمولو لپاره د مناسبو لارو چارو وړاندیز کول؛

د عملیاتي پروګرامونو د پرتلې په موخه د لګښتونو او ګټو تحلیل، او د مالي غوښتنو ارزونه او د مناسب مالي بدیلونو ترلاسه کول؛

د پراختیایي او عادي بودجو له ترتیبولو څخه ډاډ ترلاسه کول او پر بنسټ یې د بودجې د تحلیل او بودجوي انحرافاتو د راپور وړاندې کول؛

د تصمیم نیولو او اداري کنټرول د بنسټ وړاندې کولو په موخه د مالي او حسابي کړنلارو ترتیبول؛

د مالي راپور ورکونې د نړیوالې معیارونو، د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د قانون او مقرراتو سره سم د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ لپاره د میاشتني او کلني راپورونو ترتیبولول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګرۍ، عامه ادارې او یا د محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل او په (B.Com, M.Com & ACCA)  برخو کې د زده کړې سند یا په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتنه، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو د مدیریت وړتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو، او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د دندې په موضوعاتو کې د تحلیل وړتیا درلودل، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او په دقیق ډول مالي راپور ورکونه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په vacancies@aibf.afویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies