د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د حقوقي ریسک د ارزونې مدیر
آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت
گرېډ: اتم (۸)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندې څانګې د چارو مدیریت، څارنه، کنټرول او ارزونه او د کار اغېزناکتیا او ګټورتیا زیاتول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، معیاري سیستمونو او د پلانونو د طرحې، ترتیب، پراختیا او تطبیق په برخو کې همکاري کول؛
• د حقوقي ریسک اړوندو مکتوبونو د صحت او کیفیت لومړنی ارزول او د وروستي تایید لپاره یې مستقیم مدیر ته وړاندې کول؛
• د ریسک د پېژندنې، ارزونې او راپور ورکولو د میتودونو د ښه والي په موخه د ګټورو وړاندیزونه وړاندې کول؛
• د افغانستان بانک د حقوقي ریسکونو، د افغانستان بانک پر وړاندې د مطرح شوو ادعاوو، معاملو او اسنادو، د شتمنیو د ساتنې په برخو کې د سرغړونو او په قوانینو او مقرراتو کې د رامنځته شوو بدلونونو د اغېزو د پېژندنې په پروسه کې ګډون کول؛
• د مستقیم مدیر تر څارنې لاندې د افغانستان بانک په کړنو کې د حقوقي ریسکونو تحلیل او د اسنادو او تړونونو د حقوقي اعتبار او اړوندو مسؤلیتونو ارزول؛
• د داخلي حقوقي زېربنا، د ورته ادعاوو تاریخي سوابقو او د څارنیز چاپیریال څخه د ډاډ کچې په څېر عواملو په پام کې نیولو سره د نړیوالو معیارونو سره سم د حقوقي ریسکونو په ارزولو کې د حقوقي مشاور سره همکاري؛
• د حقوقي ریسک د شاخصونو راټولول او د نويو قوانینو، نويو قضایي حکمونو، د بازار په کړنو کې د عمده بدلونونو، د مهمو کارکوونکو د بدلونونو او د نورو ادارو پر وړاندې د حقوقي اقداماتو په ګډون داړوندو مواردو راپور ورکول؛
• د وړاندوینې وړ حقوقي ریسکونو د سناریوګانو د مدیریت لپاره د مخنیوي ستراتیژیو پلي کول او په مالي چاپېریال کې د قانوني بدلونونو څارنه او تعقیبول؛
• د سوداګریزو بانکونو، افغانستان بانک، مخابراتي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د شخړو اړوندو قضیو کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون سره همکاري کول؛
• د اجرااتو له امله د رامنځته شوو تېروتنو د پېژندلو پر مهال ژر تر ژره د هغې د اصلاح لپاره اقدام کول او له نورو څانګو سره همکاري کول؛
• له اړوندو څانګو سره، په ځانګړې توګه د سپارل شوو چارو په اړه، د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د حقوقي ریسک د ثبت کتاب ساتل او په دوره یي ډول یې تازه کول او د پېژندل شوو ریسکونو د ارزونې او مدیریت لپاره د دوامدارې څارنې او بیاکتنې پروسې رامنځته کول؛
• د ځانګړو پېښو، لکه د نويو قوانینو یا نويو قضایي حکمونو، په ځواب کې د افغانستان بانک اړوند اسناد په منظم او دوره یي ډول بیاکتل؛
• د حقوقي ریسک په اړوندو روزنیزو او د پوهاوي په پروګرامونو کې ونډه اخیستل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب او لیکل، په ټاکلي وخت یې طی مراحل کول او په دقیق او منظم ډول یې د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې تنظیم او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګري، حقوق، عامه ادارې او یا محاسبې په برخو کې لږ تر لږه د لیسانس درلودل.
تجربه:
• د دندې اړوند (۳) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• په رسمي ژبو او انګلیسي کې د لوړ مهارت درلودل؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو، مقرراتو او د افغانستان بانک د دندو او موخو سره بلدتیا؛
• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.